د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

"ژرترژره دې سوریې ته د څارونکو د لېږلو مسوده تصویب شي"


Syria -- A handout picture released by Shaam News Network allegedly shows Syrian armed forces as they storm al-Hurriya square in Daraa, 20Apr2012
Syria -- A handout picture released by Shaam News Network allegedly shows Syrian armed forces as they storm al-Hurriya square in Daraa, 20Apr2012

په سوریه کې د ټینګ شوي نازک اوربند سره سره په دې هېواد کې تشدد روان دی، خو ملګروملتونه غواړي، چې پردغه اوربند د څارنې لپاره دې هیواد ته سلونه څارونکي واستوي. په عین حال کې د ملګروملتونو د بشري مرستو ادارې هم هڅې پیل کړي، چې زیانمن شویو سوریایانو ته د مرستو بهیرګړندی کړي.

د ملګروملتونو امنیت شورا به نن سوریې ته د درې سوه څارونکو د استولو په اړه پریکړه وکړي.

امنیت شورا پرون په غونډه کې د هغو دو پریکړه لیکونو د مسودود اختلافاتو په له منځه وړلو خبرې وکړې؛ چې د امریکا او روسیې له خوا دې شورا ته وړاندې شوي دي.

دواړو هیوادونو موافقه وکړه، چې په سوریه کې باید دیارلس میاشتنی تشدد ختم او زیانمن شویو سوریایانو ته بشري مرستې ورسول شي.

امریکا اوروسیې دغه راز د سوریې له حکومته وغوښتل، چې په ریښتینی او بشپړه توګه هغه اوربند او د شپږ فقره یي پلان نورجزیات عملي کړي چې د ملګروملتونو د پخواني عمومي منشي کوفي عنان له خوا وړاندې شوی او منل شوی دی.

د سوریې لپاره د ملګروملتونو او عربي اتحادیې د ګډ استازي ویاند احمد فوزي وویل، په سوریه کې وضعیت سم نه دی. ټینګ شوی اوربند ډیرنازک دی، هره ورځ د نا امنیود پیښو او تلفاتوراپورونه ورکول کیږي.

فوزي چې پرون یې په جینواکې د ملګروملتونو په دفترکې خبرې کولې دغه راز وویل، چې هرڅومره ژرچې کیدای شي باید دغه حالت پای ته ورسول شي.

″هرڅومره ژرچې امنیت شورا سوریې ته د تردرې سوو څارونکود استولو پریکړه لیک تصویب کړي، موږ تیاریو چې دوی په ډیرې چټکۍ سره دې هیواد ته واستوو.

پوښتنه دا ده چې دوی به کله دغه پریکړه لیک تصویبوي؟ موږ هیله من یو چې دوی ترراتلونکو دو یا درې ورځو پورې دغه کاروکړي.″

د ملګروملتونو عمومي منشي بان کي مون د تیرې پنجشنبه په ورځ وړاندیز وکړ، چې په سوریه کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ د ټینګ شوي اوربند د څارنې لپاره دې درې سوه نړیوال څارونکي د درې میاشتو په مخه دې هیواد ته واستول شي. هغه د ملګروملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې ډیرژر دغه ماموریت تصویب کړي.

په اوس وخت کې اوه نړیوال څارونکي دې هیواد ته استول شوي، ترڅو د نورو د ورتګ لپاره امکانات برابرکړي.

بان دغه راز وویل، چې په سوریه کې د ټینګ شوي اوربند په عملي کیدو کې پرمختګ نه دی شوی اود تشدد دوام ورته د نه منلو وړ دی.

د رامنځ ته شوي اور بند له مخې د سوریې رژیم باید ټول ځواکونه له ښارونو وباسي او خلکو ته اجازه ورکړي، چې سوله ییزې مظاهرې وکړي.

خود بشري حقونو د فعالانو په حواله راپورنه وایي، چې د سوریې ځواکونو پرون په دمشق، حما، حمص او درعا کې پرهغو زرګونومظاهره چیانو ګولۍ وویشتې او اوښکې بهونکي ګاز یې استعمال کړ، چې د جمعې د لمانځه له اداکولو وروسته واټونو ته راوتلي و.

دوی د بشارالاسد د استعفا غوښتنه کوله او د وسله والو یاغیانو په پلوي یې شعارونه ورکول.

تراوسه د تلفاتو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي، خو دولتي رسنیو په شخړو کې د اولسو عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه په سوریه کې د نازک اوربند د څارنې لپاره دې هیواد ته د سلګونو څارونکو استولو ته تیاری نیسي، د دې سازمان د بشري مرستواداره زیانمن شویو سوریایانو ته د زیاتومرستو رسولو لپاره تیاری نیسي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د هماهنګي د ادارې مسوول جان ګینګ پرون په جینوا کې سوریې ته د خوراکې موادو او نورو مرستو د رسولو لپاره د تیاریو په اړه وویل،

″بې ځایه شوي خلک د خوراکي موادو مرستې ته اړتیالري، دوی روغتیایي مرستو ته اړتیالري، په تیره په جګړو ځپلو سیمو کې چې روغتیایي خدمات ترسخت فشارلاندې دي، دغو مرستو ته زیاته اړتیاده.″

هغه وویل، غواړي ترراتلونکو شپږومیاشتوپورې نیم میلیون سوریایانو ته د خوراکي موادو، درملو او د اړتیا وړ نورو موادو او وسایلو مرستې ورسوي.
XS
SM
MD
LG