د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

په بحرین کې د حکومت ضد اعتراضونو بیا زور اخیستی


په بحرین کې روانې مظاهرې
په بحرین کې روانې مظاهرې
په بحرین کې د فارمولاون په نوم د موټر ځغلولو د سیالیو له پیلېدو مخکې د حکومت ضد اعتراضونه بیا پراخ شوي دي. تېرکال په تونس او مصر کې د ډیموکراسۍ د پلوي غورځنګونو له اعتراضونو وروسته په بحرین کې هم سیاسي ناآرامۍ زیاتې شوي.

پولیسو نن د هغو سلګونه کسانو مخه ونیوله، چې غوښتل یې د بحرین په پلازمېنه منامه کې مظاهرې وکړي. دا مظاهرې د ̎فارمولا- ون̎ په نوم د موټر ځغلولو د سیالیو په درشل کې کېږي چې ټاکل شوې ده د یکشنبې په ورځ پیل شي.

امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پرضد له اوښکې بهوونکي ګاز او هغو بمونو کار واخیست چې خلک ګنګسوي. فعالانو چې د درې ورځنیو مظاهرو ژمنه یې کړې ده، وايي، چې حکومت له تېرې اونۍ راهیسې امنیتي تدابیر سخت کړي.

په بحرین کې د بشري حقونو یوه فعال ̎نبیل رجب̎ د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه منامه کې په یوه خبري غونډه کې د موټر ځغلولو سیالۍ پر تنظیموونکو له دې کبله انتقاد وکړ، چې له اعتراضونو سره سره بیاهم غواړي دا سیالۍ ترسره کړي.

نوموړي د موټر ځغلولو سیالي هغه تبلیغاتي هڅه وبلله، چې حکومت، پر شیعیه اعتراض کوونکو له پروسږنو مرګونو ګوزارونو وروسته د خپل حیثیت د اعادې لپاره پیل کړي دي.

̎موږ د موټر ځغلولو له مسابقې سره د دې لپاره مخالفت نه کوو، چې ورسره مخالف یو. زموږ ټول هېوادوال لېوال دي، چې له دې سپورت څخه خوند واخلي خو دکتاتورانو ته له مکافات ورکولو سره مخالفت کوو.

د بحرین د موټر ځغلولو له دې سیالۍ څخه پر هېواد د واکمنو مستبدو دکتاتورانو له خوا د تبلیغاتو لپاره کار اخیستل کېږي.̎

په بحرین کې په تېره یوکال کې د اعتراضونو له پیل راهیسې د پنځو پولیسانو په ګډون پنځه دېرش کسان وژل شوي، خو فعالان ادعا کوي، چې د وژل شوي کسانو شمېر له اویا زیات دی.

په بحرین کې سیاسي فعالان وايي، چې امنیتي ځواکونو د شیعیه ګانو د استوګنې سیمې د دې لپاره کلابندې کړې؛ چې په منامه کې د هغو د راټولېدو مخه ونیسي.

فعالان همداراز وايي، چې پولیسو له تېرې اونۍ راهیسې د شپې له خوا د عملیاتو په ترڅ کې د مظاهرو نژدې پنځه نوي تنظیموونکي نیولي او بندیان کړي یې دي او د نښتو په ترڅ کې څلور پنځوس کسان ټپیان شوي دي، خو پولیسو د نیول شویو کسانو او ټپیانو د شمېر په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

د بحرین حکومت مظاهره چیان تخریبکاران بولي او ټینګار کوي چې دا معترضان په کور کې د جوړو شویو بمونو او نورو تخریبي وسایلو په کارولو سره د خلکو ژوند ته خطر پېښوي.

تېرکال په بحرین کې د پراخو مظاهرو له وجې د ̎ګراند پري̎ په نوم د موټر ځغلولو د سیالیو یوه بله لړۍ کنسل شوه. د ̎فارمولا- ون̎ د موټر ځغلولو سږنۍ لوبې هم د کنسل کېدو له خطر سره مخامخ وې خو تنظیموونکو په وروستۍ شېبه کې پرېکړه وکړه، چې ترسره یې کړي.
XS
SM
MD
LG