د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

"د افغان ځواکونو په برخه کې وروستۍ پرېکړه په شيکاګو کې کېږي"


راسموسن
راسموسن
د ناټو عمومي منشي نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو په غونډه کې وويل، نړيوال ژمن دي چې د مهالوېش له مخې به امنيتي مسووليتونه په تدريجي ډول افغان ځواکونو ته سپاري او د نړيوالو جنګي ماموريت به په روزنيز ماموريت بدل شي.

په بروکسل کې دغه غونډه نن پيل شوه او سبا هم به هم روانه وي. په غونډه کې د افغان امنيتي ځواکونو پر تمويل، تجهيز او روزنې دغه راز د افغانستان پر اړوندو نورو مسايلو خبرې کېږي.

د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن يوه خبري کنفرانس ته وويل، نړيواله ټولنه او د ناټو غړي هېوادونه د ليزبون د کنفرانس له ژمنې سره سم د افغانستان ثبات، د افغان امنيتي ځواکونو تمويل او تجهيز ته ژمن دي، خو ده وويل چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د شيکاګو په کنفرانس کېږي، چې راروانه مياشت په امريکا کې جوړېږي.

د راسموسن په خبره په ٢٠١٣م کال کې به د افغانستان د پاتې ولايتونو امنيتي مسووليتونه افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي، خو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل به د ٢٠١٤م کال تر پايه پورې بشپړ شي، ځکه دغه پروسه شا و خوا اتلسو مياشتو ته اړتيا لري.

̋موږ به د هغې پروسې په لړ کې په تدريجي ډول امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته وسپارو، چې د ٢٠١٤م کال تر پاى پورې به بشپړه شي. موږ دغه مهالوېش ته ژمن يو او هېڅ ډول بدلون به په کې رانه شي، ټينګار کوم د دې مهالوېش د سم عملي کېدو او د دې لپاره چې د ٢٠١٤م کال تر پاى پورې د امنيتي مسووليتونو د سپارلو پروسه بشپړه شي، موږ به د پاتې نورو ولايتونو امنيتي مسووليتونه په ٢٠١٣م کال يا هم د دې کال په نيمايي کې افغان ځواکونو ته وسپارو̋

د ناټو عمومي منشي وويل چې د امنيتي مسووليتونو د انتقال په بهير کې به د ناټو ځواکونو رول په تدريجي ډول له جنګي څخه روزنيز او مرستندوى رول ته بدلېږي، خو جنګي عمليات به بيا هم د ٢٠١٤م کال تر پاى پورې دوام وکړي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه سبا هم دوام کوي، او ټاکل شوې نن د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو او دفاع وزيران يوځل بيا سره جرګه شي او د افغانستان پر مسئله خبرې وکړي.

د افغانستان د دفاع او بهرنيو چارو وزيران ستر جنرال عبدالرحيم وردک او زلمى رسول هم بروکسل ته رسېدلي خو دا چې دوى به له خپلو سيالانو سره پر کومو مسايلو خبري وکړي، څه نه دي ويل شوي.

د ناټو چارواکو سره مو خبرې درلودې، دوى د افغان ځواکونو پر وړتيا ډېر ډاډ څرګندوي او وايي دغه ځواکونه په يوازې سر د امن ټينګولو وړتيا لري.

ټاکل شوې نن ناوخته د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هليري کلنټن او دفاع وزير لېون پنيتا هم په يوه کنفرانس کې پر هغو مسايلو چې د نن ورځې په کنفرانس کې مطرح شوي، خبرې وکړي.

نن تر غرمې مخکې مو د مرکزي اسيا لپاره د ناټو د عمومي منشي مرستيال جيمز اپاتوراى سره خبرې درلودې ده وويل، اوس د مرکزي اسيا د هېوادونو له لارې د بهرنيو ځواکونو اکمالاتو ته زيات پام اوښتى او ناټو به له افغانستان څخه د وتلو پر مهال هم پر دغو لارو تکيه وکړي. ځکه د پاکستان له طريقه غزېدلې اکمالاتي لارې د ډاډ وړ نه دي.

ده وويل چې له افغانستان څخه د مرکزي اسيا د هېوادونو له لارې د نشه يي موادو قاچاق ته اندېښنه لري او دا اندېښنه به تر ٢٠١٤م کال وروسته هم موجوده وي.
XS
SM
MD
LG