د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

"غواړو لس زره هستوګن ځایونه جوړ کړو"


د ښاري پراختیا وزیر حسن عبداللهي
د ښاري پراختیا وزیر حسن عبداللهي
په داسې حال کې چې د کابل اکثره ښاریان د سرپنا له ستونزو سره مخ دي، د ښاري پراختیا وزارت غواړي چې په دې ښار کې د هستوګنې لس زره کورونه جوړ کړي.

د ښاري پراختیا وزیر حسن عبداللهي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د دغو کورونو کار به درې میاشتې وروسته پیل شي.

ښاغلی عبداللهي وایي، له دې سره به په کابل ښار کې د کورونو موجوده لوړې بیې راټیټې او د زرګونو ښاریانو د سرپنا ستونزې به حل شي:

(د کورونو په اړه باید ووایم چې مونږ به تردریو میاشتو پورې په کابل کې د لس زره کورونو د جوړولو کار پيل کړو.

دا به یوه هراړخیزه پروژه وي، مونږ غواړو چې کابل ښاریانو ته اقتصادي کورونه جوړ کړو، دغه کورونه به ډیر واړه جوړیږي، د اپارتمان بڼه به ولري خو ډیر کسان به په کی ځاییږي.

دد غو لس زره کورنو مدیریت د ښاري پراختیا وزارت په لاس کې ده، ترڅو په ارزانه بیه بازار ته وړاندې شي او موجوده لوړې بیې راښکته کړي.)

ښاغلی عبداللهي زیاتوي چې دوی به له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ کې د کابل ښار کانالایزیسیون، سمسورتیا او پاکوالي ته هم پروګرامونه جوړ کړي.

د راپورونو له مخې دامهال په کابل او ځینو نورو ښارونو کې بې پلانه کورونه جوړیږي چې کیفیت یې ټیټ او د ښاري خدمتونو اسانتیاوې هم په کې نشته.

خو د ښاري پراختیا وزارت وایي چې دوی دامهال د کابل په ګډون د پنځه ویشتو نورو ښارونو په ماسټرپلان کار کوي چې د پلي کیدو لپاره به یې ډیرژر د ولایتونو ښاروالیو ته ولیږي.

د ښاري پراختیا وزیر حسن عبداللهي وایي چې تر یوې میاشتې پورې به د پنځو لویو ښارونو د ماسټرپلان د پلي کولو کار پیل شي:

(تریوې میاشتې پورې به مونږ د پنځو لویو ښارونو، لکه کندهار، مزارشریف، کندز،هرات او کابل ماسټر پلانونه د پلي کولو لپاره د دغو ولایتونو ښاروالیو ته وسپارو.

د شلو نورو ښارونو ماسټرپلانونه هم جوړ شوي چې په نږدې راتلونکې کې به هغه هم د محلي اورګانونو په مرسته د پلي کولو لپاره ولایتونو ته وسپارو.)

دامهال په کابل او ځینو نورو ولایتونوکې ډیر ښاریان د سرپنا له ستونزو سره مخ دي او ترډیره له ښاري خدمتونو څخه هم بې برخې دي.

کتونکي د ښاري پراختیا دې اقدام ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې له دې وړاندې هم د کابل په ګډون د ځینو نورو ښارونو دماسټرپلان د پلي کولو ژمنې شوې وې ، خو له څه مودې وروسته له پامه وغورځول شوې.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG