د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

راسموسن: ناټو د امنيتي ستونزو په حل کې ژمنه ده


راسموسن
راسموسن
په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه، په دې غونډه کې افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليتونو پر سپارلو، د افغان امنيتي ځواکونو پر روزنې او دغو ځواکونو ته د مالي امکاناتو د برابرولو په اړه خبرې کېږي.

د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن غونډه په خپله لنډه وينا پيل کړه. ده وويل چې له افغانستان د نړيوالو ملاتړ به پايته ونه رسېږي.

غونډه پيل شوې ده او دا مهال د تړلو دروازو تر شا روانه ده، وروسته به د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن په يوه کنفرانس کې پر نورو جزئياتو خبرې وکړي، تمه کېږي چې مازيګر ناوخته د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هليري کلنتن او دفاع وزير ليون پنيتا هم مطبوعاتي کنفرانس ورکړي.

په غونډه کې به نن ناوخته د افغانستان د بهرنيو چارو او دفاع وزيران زلمى رسول او ستر جنرال عبدالرحيم وردک هم برخه لري.

د ناټو د عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن نن په خپله پرانيستونکې وينا کې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې پر مسئلې خبرې وکړې او ويې ويل چې ډېر نور کارونه په مخکې دي چې بايد ترسره شي.

راسموسن وويل چې د ناټو د بهرنيو چارو دفاع وزيرانو په سطحه نننۍ غونډه د شيکاګو د کنفرانس د تياريو لپاره جوړه شوې، دغه کنفرانس راروانه مياشت په امريکا کې جوړېږي، چې افغانستان به يې د اجنډا په سر کې وي:

̋راروانه مياشت به د شيکاګو په کنفرانس کې موږ [له افغانستان سره] خپل تعهد څرګند کړو، چې په سياسي، پوځي او اقتصادي برخه کې به مو مرستې روانې وي. د شمالي اتلانتيک تړون تيار دى، چې اوس او په راتلونکي کې د امنيتي ګواښونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي̋

تمه کېږي چې دې دوه ورځنۍ غونډه کې افغان امنيتي ځواکونو ته د پوځي، روزنيزو او مالي مرستو د برابرولو پر څرنګوالي او امکاناتو هم خبرې وشي.

دلته په بروکسل کې د ناټو چارواکو سره چې ازادۍ راډيو خبرې وکړې، دوى د افغانستان وضعيت او د افغان امنيتي ځواکونو ظرفيت ته خوشبيني لري او وايي افغان ځواکونه کولاى شي په يوازې سر د نړيوالو له مرستې پرته هم امنيتي ستونزې حل کړي.

نړيوال ځواکونه په پام کې لري چې د ٢٠١٤م کال تر پايه پورې خپل اکثريت جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او مسووليتونه افغان ځواکونو ته وسپاري. دغه دي د نن ورځې د غونډې وروستي جزئيات
XS
SM
MD
LG