د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۵

د افغانستان په اړه د ناټو غونډه نن پيلېږي


د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن پيلېږي، دوي به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته له افغان امنيتي ځواکونو سره د مالي او پوځي مرستې پر څرنګوالي خبرې کوي.

د ناټو يوه عالي رتبه مقام د نوم د نه ښوولو په شرط وويل، ناټو هڅه کوي تر ٢٠١٣میلادي کال پورې د افغان ځواکونو د روزنې او مرستې پر پروګرامونو کار وکړي، تر ٢٠١٤میلادي کال وروسته به افغان امنيتي ځواکونه د رهبرۍ رول لري، ناټو او نور متحدان به د ملاتړ کوونکو رول خپل کړي، ده وويل نړېوال غواړي يقيني کړي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به تروريستان او نور سخت دريځي وسلوال بېرته افغانستان ته مخه نه کوي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د شيکاګو د کنفرانس پر تياريو هم خبرې وشي، د شيکاګو کنفرانس بله مياشت په امريکا کې جوړېږي، چې هلته به له افغان امنيتي ځواکونو سره د مالي مرستو پر وروستي تعهد خبر وشي.

يوه افغان ډيپلومات چې نه يي غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، د افغانستان د دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردک به د افغان امنيتي ځواکونو پر ستونزو او اړتياوو له خپلو اروپايي او امريکايي شريکانو سره خبرې وکړي.

افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليتونو د سپارلو پر سر خبرې په داسې حال کې تودې شوي، چې همدا پرون اسټراليا اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه تر ټاکلي مهالوېش کال مخکې باسي.

د کاناډا، هالنډ او فرانسې په ګډون د ناټو ځينو نورو غړو هېوادونو وار له مخې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ايستل چټک کړي دي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الين پرون له ازادۍ راډيو سره په يوه مرکه کې وويل، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل په دې معنى نه دي، چې افغانستان به د سيمې د قدرتونو يا هم سخت دريځو د شخړو په ميدان بدل شي، بلکې نړيواله ټولنه به تر ٢٠١٤میلادي کال وروسته هم له افغانستان ملګرې سره وي.
XS
SM
MD
LG