د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

"د شیکاګو تر کنفرانسه به بریدونه زیات وي"


د ملي امنیت عمومي رییس انجنیر رحمت الله نبیل
د ملي امنیت عمومي رییس انجنیر رحمت الله نبیل
د ملي امنیت ریاست په کابل او دریېو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو وروستیو حملو ته په کتو ویره څرګندوي، چې د شیکاګو تر کنفرانس پورې به په افغانستان کې وسله والې حملې او امنیتي ستونزې زیاتې وي.

د ملي امنیت عمومي رییس انجنیر رحمت الله نبیل د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د کورني امنیت په کمیسیون کې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر استخباراتي او تروریستي کړۍ فعالیت لري او ښایي چې ډیرې امنیتي ستونزې جوړې کړي.

انجنیر نبیل څرګنده کړه، چې کابو پنځه ویشت تروریستې ډلو په افغانستان کې فعالیتونه پیل کړي او په پاکستان کې د دیني مدرسو له تړل کیدو سره د هغوي په شمېر کې لا زیاتوالی راځي:

"د شیکاگو تر کنفرانس پورې موږ ډیرې ستونزې لرو او پردې مسالې باید رڼې خبرې وشي.

موږ له یوې داسې جګړې سره مخامخ یو، چې یوه یا دوه تروریستي ډلې او استخباراتي کړۍ په کې شاملې نه دي بلکې له پاکستان څخه پنځه ویشت یا شپږ ویشت تروریستي ډلودلته عملآ خپل فعالیتونه پیل کړي.

څلور ورځې مخکې په پاکستان کې ټولې دیني مدرسې رخصت شوي او طالبان یې دلته را لیږل کیږي.

کوم کس چې مونږ د یکشنبې په ورځ نیولی هغه وایی چې له مونږ سره په یوه مدرسه کې د حقاني ډلې لخوا کابو دوه سوه تنه ځان وژونکې روزل کیدل".


دا څرګندونې وروسته ترهغې کیږی چې د تیرې یکشنبې په ورځ وسله والو طالبانو په یو وخت په کابل ښار او دریو ولایتونو کې ډله ایزې ځان وژونکې حملې وکړې او د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه، چې دا حملې د دوي د پسرلنیو عملیاتو لړۍ ده.

دې حملو دولتي چارواکي، امنیتي او پوځي کارپوهان او عام خلک اندیښمن کړل، ان ولسمشر کرزي هم وویل چې وسله والو مخالفانو دا پلان شوې حملې د استخباراتي او کشفي ارګانونو کمزوري ښیي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال نورالحق علومي هم په همدې باور دی او وایي، چې د وسله والو مخالفانو د نورو ورته حملو د مخنیوي لپاره باید استخباراتي او کشفي ارګانونه د شمېر او تجهیزاتو له پلوه پیاوړي شي:

"دوي تشکیلاتي او د تجهیزاتو له درکه کمزورتیاوې لري، که د دوي تشکیلات زیات او ښه وسایل او امکانات ورکړل شي او دغه راز شمېر یې زیات او په ښو وسایلو سمبال شي نو وړتیاوې یې لوړیږي او ډیرو نواقضو او ستونزو ته به رسیدګي وکړي".

افغان حکومت تردې وړاندې هم په تکرار ویلي چې د وسله والو طالبانو د روزنې او تجهیز مرکزونه له پولې هغې غاړه دي او وسله وال مخالفان له هغه ځایه خپل پلانونه طرح او عملي کوي خو پاکستان دا ډول خبرې تل رد کړیدي.

د امریکا د دفاع وزارت هم ویلي چې په کابل،لوګر،پکتیا او ننګرهارکې وروستۍ ډله ایزې ځان وژونکې حملې د حقاني شبکې لخوا ترسره شوي.

دا حملې په داسې حال کې ترسره شوې چې په افغانستان کې د امنیتی مسوولیتونو د انتقال دوهم پړاو هم بشپړ شو او افغانستان په شیکاګوکې د ناټو د سرمشریزې په کنفرانس کې د ګډون لپاره چې په مې میاشت کې دی تیاری نیسي.
XS
SM
MD
LG