د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

کابل کې تازه نښتو کومه تکتیکي لاسته رواړنه نه درلوده


د طالبانو او د امریکا ستراتیژي جوړونکو لپاره ټولې هغه لارې چې د افغانستان پخواني او تاریخي پایتخت ته ووځي ډیر سختي دي ځکه دا لاری له وچو او شاړو دښتو، ژورو درو او لوړو غرونو تیریږي.

اسوشیتتد خبري اژانس لیکلي، طالبانو په کابل ښارکې چې په کې څه باندې درې میلیونه تنه اوسیږي له خپلو حملو سره خپل نیت ښکاره کړ .

دوي په یوه وخت او هماهنګه شوېو حملو سره چې اتلس ساعته یې دوام وکړ د ناټو او افغان ځواکونو په وړاندې ودریدل .

د متحد ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا د دوشنبې په ورځ د دې وروستیو حملو په اړه چې په کابل ښار کې وشوې وویل:

(دې حملو کومه تکتیکي لاسته رواړنه نه درلوده، حملې خورې ورې وې چې د یوه سمبولیک هدف لپاره تر سره کېدې او وسله والو پر کومې سیمې لاس بری ونه موند .

دوي له تیر کال راهیسې تر اوسه په دې نه دي توانیدلی چې کوم تنظیم شوې برید ترسره کړي.)

اسوشیتډ پریس لیکلي، اوس متحد ایالات د تحاجمې عملیاتو لپاره تیاری نیسي، چې ښایي په افغانستان کې د جګړې په ترڅ کې وروستي لوی عملیات وي .

تمه کیږي، چې دا عملیات به څو اونۍ وروسته د امریکا په مشري د نړېوالو ځواکونو له خوا تر سره شي .

ښایي د ا د ناټو لپاره دمخه تر دې چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ډیره برخه وباسي اخري چانس وي، څو د کابل ښار له دفاعي امنیت څخه مطمین شي.

ډیر تمرکز به پر هغو سیمو وې چې کابل ته یي لويې لارې د جنوبي سیمو د دښتو او په ختیځ کې له غرنیو سیمو تیریږي.

دا لارې نه یواځې د طالبانو په واسطه بلکه د هغو تاجرانو په واسطه هم کاریږي، چې له پاکستان او ایران څخه کابل ښار ته خپل مالونه رسوي .

له مخالفو وسله والو څخه د سمیو د پاکولو ستراتیژۍ کې د کابل ختیځ او جنوبي سیمې شاملې دي چې د مخالفو وسله والو پناه ځاي حسابیږي او له پاکستان سره پولې لري . ددې ستراتیژي په اساس د غزني ولایت د پاملرنې وړ ګرځیدلی دی . د ناټو قوماندانان به په پکتیا او پکتیکا کې ډیر عملیات تر سره کړي . افغان او ناټو مقامات پاکستان په دې تورنوي چې د حقاني شبکې ته بې په خپله خاوره کې امن ځای برابر کړی دی .

د اسوشیټډ پریس د راپور په حواله ، د روانې میلادی میاشتې په ترڅ کې امریکا د خپلې دوه اتیایمی قطعې کوماندوي ځواکونه په غزنی کې ځاي پر ځای کړل څو له طالبانو څخه د انډرود ولسوالی په پاکولو کې مرسته وکړي چې له همدې ځایه د افغانستان له جنوب څخه د کابل په لور لویه لار وځي . د غزني والی موسی خان وایي:

(( د انډرو په ولسوالۍ کې امنیت د غرني په ولایت کې د امنیت په معنی ده)).

وروسته د روان کال له سپتمبره ممکنه ده، چې د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه د داسي لویو عملیاتو لپاره کافي ځواکونه ونه لري.

اسوشیتت پریس خبري اژانس لیکي، امریکا له دې سره دلچسپي لري څو دا وښیې چې د افغانستان دری سوه دیرش زره پوځي ځواکونه ددې توان لري چې د سپتمبر په میاشت کې د دری دیرش زره امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته به امنیتي خلا ډکه کړي .

اوسمهال افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ تقریبا د نیم افغانستان امنیتي چاري په غاړه اخیستي دي . نړیوال ځواکونه هیله من دی چې د دوه زره دیارلسم میلادي کال تر پایه ټول امنیتي مسوولیت افغاناتو ته وسپارل شي . دا په داسي حال کې ده چې ټاکل شوی د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه ټول نړیوال جنګې سرتیري له افغانستان ووځي .
XS
SM
MD
LG