د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

افغان پولیسو په کابل کې له نښتو وروسته ۳۵ملکیان وژغورل


په کابل ښار کې له هغو دریو ځایونو څخه، چې وسله والو طالبانو په کې د یکشنبې په ورځ مرچلې نیولې وې، یوه د دارالامان پر واټ ملي شورا ته مخامخ ولاړه یوه نیمه کاره جګه ودانۍ وه.

کله چې وسله وال دغې ودانۍ پورته شول او له امنیتي ځواکونو سره یي جګړه پیل کړه، په ودانۍ کې د یوې ښځې او ماشومې په ګډون په لسګونو ملکي خلک ایسار شول.

د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې کابو شل ساعته دوام وکړ،
چې بالاخره د دوشنبې د ورځې په سهار ټول وسله وال ووژل شول او په ودانۍ کې ایسار ټول خلک چې، له هیبتنه ډکه شپه یي تیره کړی وه راووتل.

دوي، چې په کړو وړو او غږ ونو د ویرې اغیز پروت و ، ازادۍ رادیو ته د جګړې په مهال ورباندې د تیر شوي حالت کېسه داسې واوروله:

«زما نوم فهیم د عبدالاحد زوی یم، د کابل د ده بوري یم، کله چې جنګ ونښت، زه پورته وم ، قالبونه مې لیرې کول، غوښتل می چې یو ځوړند سیم ونیسم او ځان لاندې ګوزار کړم، خو وسه مې ونه شوه.

پوړو ته مې وکتل، ګورم چې یو تن چې سپیني جامې یي اغوستي، کلاشینکوف یي ضربه کړې او راپورته کېږي، یو کارګر چې غوښتل وتښتي هغه یي وایست، زه وایریدم او په کوټه ننوتم.»


د کابل امینه قوماندانۍ وایي، په دې ودانۍ کې شپږدیرش تنه ایسار وو او پرته له یوې میرمنې، چې برسیرنه ټپي شوي وه، نور ټول روغ رمټ وو.

یو بل تن، چې د جګړې په مهال یي د ځان د خوندي کولو زیاته هڅه کوله، وویل، چې ټوله شپه یي په یو تش بیلر کې تیره کړې ده:

«زما نوم عبدالرازق دی، ما په اخري منزل کې د خښتو کار کاوه، ټوله شپه مې په یوه تش بیلر کې تیره کړه.»

وسله والو مخالفینو د یکشنبې په ورځ شاوخوا دوه بجې د دالارامان او کابل جلال اباد پر سړکونو او زنبق په څلور لاره کې، ودانیو ته پورته شوي او په یو شمېر مهمو او حساسو ادارو یي د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړي.

د کابل امنیه قوماندان جنرال ایوب سالنګي وویل، د مخالفینو په ضد د عملیاتو د غځیدو سبب دا و چې ، امنیتي ځواکونو دقت کاوه څو ملکې خلکو ته زیان ونه رسیږي:

«ویره اچوونکي او ترهګر زموږ د خلکو دښمنان دي، خو امنیتي ځواکونه باید خپل عمل په احتیاط سره ترسره کړي.

موږ خوښ یو چې خپل پنځه دیرش تنه هېوادوال مو چې د عملیاتو په شپه ایسار وو، روغ رمټ ووینو.»

دا لومړې ځل وو، چې عملیاتو زیات وخت نیسي او عامه خلکو ته په کې زیات زیان نه رسیږي، تر دې مخکې څو څو وارې لیدل شوي، چې په دا ډول بریدونو کې عامه خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دی.

راپور:خان محمد،سیند
XS
SM
MD
LG