د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

وروستۍ حملې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام لپاره پلمه وه


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د روانې اونۍ په ډله ییزو وسله والو نښتو کې ممکن د بهرنیو کړیو لاس وي. دا حملې د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل او د هېواد په دریو نورو ولایتونو کې په یو وخت وشوې، چې په کې لږ تر لږه یو پنځوس کسان وژل شوي او پنځه شپیته نور ټپیان شوي.

افغان ولسمشر په دې باور دی، چې د روانو اونیو د ډله ییزو حملو اساسي هدف، چې په یو وخت سره په کابل او دریو نورو ولایتونو کې ترسره شول، په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام لپاره د پلمې جوړول وو.

ولسمشر کرزی چې د سې شنبی په ورځ یې په کابل کې د محمود طرزی د زوکړی د یوسله پنځوسمې کلیزې په مناسبت جوړ شوی نړیوال سیمینار کې وینا کوله وویل، په دې حملو کې، چې د طالب په نامه شوي شاید د بهرنیو کړیو لاس وي.

ښاغلي کرزي وویل که څه هم طالب ته د ورور ویلو له امله له انتقادونو سره مخ کیږي، خو ویې ویل چې له دې کلمې به وانوړوي او یوځل یې بیا طالبانو د ورور خطاب وکړ او ویې ویل.

″نو طالبه وروره دا اقدام، چې ستا په نوم وشو، هر بهرني، چې وکړ او یا تا خپله وکړ، اسلام او مسلمانانو ته دې څه فایده ورسوله؟ په دواړو خواو کې دې افغانان ووژل. سپین ږیري دې جومات ته پرې نښودل، څو لمونځ وکړي، نو اسلام ته دې خیر و نه رسید.

خلص دا، چې تا د خلکو د ازادۍ او خپلواکي لپاره کار ونه کړ، بلکې په هېواد کې دې د بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره کار وکړ.″

خو ولسمشر کرزی د یکشنبې د ورځې په بریدونو کې د لاس لرلو په اړه د کومې بهرنۍ کړۍ نوم یاد نه کړ او له دی مخکې افغان چارواکو ویلي، چې دغه ډله ییز بریدونه له افغانستان څخه د باندې طرح شوې.

افغان چارواکو ویلي، چې دغه بریدونه د حقاني شبکې له خوا طرح شوی.

د یکشنبې په ورځ د کابل ښار په دریو ساحو، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د شپږ دېرش وسله والو له خوا ډله ییز بریدونه وشول.

د رسیمي شمېرو له مخې په دې بریدونو کې څلور ملکي وګړي، ووژل شول او پنځه ویشت نور ټپیان شول او همدا راز په دې نښته کې یوولس افغان سرتیري ووژل شول او څلوېښت نور ټپیان شول.

په داسې حال کې چې افغان ولسمشر وسله والو مخالفینو ته د ورور خطاب کوي، د یکشنبې ورځې له ډله ییزو بریدونو وروسته د ملي شورا غړو ولسمشرته سپارښتنه وکړه، چې له مخالفینو سره په خپل سیاست کې بدلون راولي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا د ولسمشر سیاست د مخالفینو پر وړاندې سم بولي د سیاسي چارو کار پوه وحید مژده په دې اړه وایي.

″هغه هیله چې ولسمشر کرزی لري، هغه دا چې بالاخره طالبان به راشي او له افغانانو سره به یوځای شي او دا جګړه به ختمه شي.

وګورﺉ اوسمهال نږدې اوه څلوېښت هیوادونه راغلي او د طالبانو پر ضد جنګیږي خو طالبان راځي او د ټولو بهرینو ځواکونو پر وړاندې عملیات کوي.

نو دا چې د نړۍ لوی پوځي قدرتونه یې پر وړاندې څه نشي کولای، نو په دې وخت کې له حکومت نه څه هیله لرﺉ؟ هغه څه ډول جدي چلند وکړي؟″

په افغانستان کې د طالبانو له خوا داسې مهال ډله ییز بریدونه کړي، چې د افغان حکومت یوې بلې مخالفې ډلې حزب اسلامي له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه ایښې.

د حزب اسلامي پنځه کسېزه پلاوی په کابل کې له ولسمشر کرزي سره لیدلي او د سولې له عالي شورا سره په ګډه خپره کړې اعلامیه کې یې دغه لیدنې ښې بللي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG