د ننګرهار د دوو سرحدي ولسوالیو لالپورې او مومندرې استوګنو قامونو له حکومت سره مقاطعه یا پریکون اعلان کړی، دوی ښوونځي او کلینیکونه د مراجعینو پرمخ تړلي او وایي، د دوی په ځای کې دولتي ځمکه زورورو نیولې او د ولسمشر تر فرمان وروسته هم ننګرهار ادارې دا ځمکه له غاصبینو نه پاکه نه کړای شوه، ځکه نو دوی احتجاجاً دولتي ادارو ته مراجعه نه کوي او له حکومت سره هېڅ ډول نورو خبرو ته اماده نه دي.
دوی له دوه ورځو راهیسې ښوونځي، کلینکونه او نورې دولتي ادارې ترک کړي، د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډيو ته وویل، د ننګرهار والي یادې ستونزې ته کمیسون ټاکلی، سیمه یې لیدلې او هڅه کوي، د خبرو اترو له لارې دا ستونزه حل کړي.
خو د مومندرې او لالپورې سیمه ییزو مشرانو وویل، له تیر یوه کال راهیسې، چارواکو څو ځلې هیاتونه ورلیږلي، کمیسونونه یې ټاکلي او د ټولو نتیجه همدا ده، چې غاصبان، چې د شینوارو د پیښې له یوې لرې پرتې سیمې راغلي او په وړاندې یې درې څلور نورې ولسوالۍ ترشا پرایښي او دا ځای یې نیولی، هره ورځ په بې نظمه بڼه د سوداګریزې ودانیو لپاره ګودامونه یا د دوی په اصطلاح بټۍ جوړوي، چې دوی ته دزغملو نه ده.
د جعفر په نامه یو سیمه ییز مشر وویل، اروپایي کمیسون د تورخم ښارګوټي په نامه دغلته د پراخه تاسیساتو د جوړولو لپاره پنځلس میلیونه یورو بودیجه منظور کړه، خو غاصبو پیښه والو د دې پروژې مخالفت وکړ، نو اوس دوی خپل حق غواړي، یادې حکومت دا خلک پاڅوي او یادوی حکومت نه مني.
بل پلو تورنو شینوارو په دې اړه تراوسه څه نه دي، ویلي او له خبریالانو سره له اړیکو نه ډډه کوي.