د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

د لوګر او پکتیا په عملیاتو کې وسلې او چاودیدونکي توکي نیول شوي


په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې د لوګر او پکتيا ولايتونو په سرحدي ولسوالیو کې د ميوند په نوم عمليات روان دي، د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو مشر وايي، چې تر دې دمه يې په دغو عملياتو کې په لويه کچه چاودېدونکي توکي او وسلې نيولي او تر څنګ يې له وسله والو مخالفانو سره په مخامخ جګړه کې ۵ جنګيالي وژلي او ۴ تنه نور يې ژوندي نيولي دي.

دغه عمليات چې له څو ورځو راهيسې د پکتيا ولايت په څلورو سرحدي ولسواليو جاني خېل، پټان، څمکني، ځاځي اريوب او همدا ډول د لوګر ولايت په دوه سرحدي ولسواليو ازره او خوشي کې پيل شوي، لا هم روان دي، خو معلومه نه ده چې تر څومره وخته به دوام وکړي.

دغه خبرې په پکتيا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مشر تورنجنرال ارکانحرب عبدالخالق خبريالانو ته په هغه خبري کنفرانس کې وکړې، چې د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې جوړ شوی و.

نوموړي وويل، تر دې دمه يې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې يو زياته اندازه سپکې او درنې وسلې لاسته ورغلې او په همدې ولسوالۍ کې يې د مخامخ جګړې پر مهال ۴ تنه وسله وال مخالفان ژوندي نيولي او ۵ تنه نور يې بيا وژلي دي،هغه زياته کړه:

"د لوګر ولايت په ازره ولسوالۍ کې مو د دښمن د وسلو يو لوی ډيپو نيولی او همدا ډول مو د دوو تروريستي ګروپونه له تعقيبولو وروسته ۵ تنه مخالفان وژلي او څلور تنه د جګړې په ‌ډګر له وسلو سره يو ځای په ټپي حالت کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي."

تورنجنرال عبدالخالق د عملياتو د اهدافو په اړه وويل: دا عمليات د دې لپاره پلان شوي چې په ليرې پرتو سرحدي سيمو کې د وسله والو مخالفانو حمايوي مرکزونه، د وسلو ډيپوګان او د قوماندې ورکولو ځايونه له منځه يوړل شي او د هغه په وينا چې په مرکزي سيمو کې طرح کېدونکي بريدونه ټول له همدې سيمو څخه رهبري او اکمالېږي.

عبدالخالق په خپلو څرګندونو کې وويل: د دې عملياتو مشري د افغان ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو په لاس کې ده چې د ملي او سرحدي پوليسو ځواکونه او د عامه نظم پوليس هم ورسره په عملياتو کې مرسته کوي او زياتوي چې بهرني ځواکونو ورسره يوازې هوايي ملاتړ کوي،نوموړي وويل:

"دا د ملي اردو، ملي او سرحدي پوليسو او د نظم عامه د پوليسو ګډو عمليات دي چې مشري يې افغان ځواکونه او په ځانګړي ډول ملي اردو کوي، خو د اړتيا پر مهال به له بهرنيو ځواکونو څخه يوازې هوايي مرسته وغواړي."

خو دا چې ايا له ميوند عملياتو وروسته به تصفيه شوې سيمې بيرته وسله والو مخالفانو پرېښودل کېږي او که نه په هماغو سيمو کې به امنيتي ځواکونه ځاي پر ځای کېږي؟ په اړه يې ښاغلي عبدالخالق وايي چې د سيمو ثبات د هماغو سيمو په خلکو پورې اړه لري.

د پکتيا او لوګر ولایتونو په سرحدي ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد دغه عمليات په داسې مهال پيل شوي چې همدا تېره يکشنبه بيا وسله والو مخالفانو د کابل او جلال اباد تر څنګ په ګردېز او پل علم کې هم حساس امنيتي ځايونه تر ډله ايیزو بريدونو لاندې راوستي و.

په ورته وخت کې بيا ځينې خلک وړانديز کوي چې، که امنيتي ځواکونه د ليرې پرتو سيمو پر ځای خپله ډېره پاملرنه مرکزي سيمو ته وکړي نو ګټه به يې ډېره وي او هغه ځکه چې په وروستيو دريو کلونو کې وسله والو مخالفانو خپل ډېر بريدونه په ښاري او مزکزي سيمو کې تر سره کړي او دغه تکتيک ته يې په تدريجي ډول پراختيا ورکړې .

راپور:لمرنيازی،پکتیا
XS
SM
MD
LG