د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۵

هیلري کلینټن: د سخت دریځو ځپل زموږ مسولیت دی


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارات وايي، هیلري کلنټن خپلې پاکستانۍ سیالې ته په دغې تیلیفوني تماس کې وویل، چې واشنګټن، اسلام اباد او کابل باید په ګډه د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره ځواکمن ګامونه واخلي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند پرون وویل، چې میرمن کلنټن حنا رباني کهر ته په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د وروستیو حملو په اړه څرګندونو کې په ډاګه کړه، چې دا د امریکا، افغانستان او پاکستان ګډ مسولیت دی چې تروریستان او سخت دریځې وځپي او له مینځه يې یوسي.

له دې نه وړاندې هیلري کلنټن د وسله والو د تازه ډله ایزو حملو په وړاندې د افغان ځواکونو عکس العمل هم ستایلې وو.

افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د کابیني په غونډه کې د افغانستان او ناټو پر استخباراتي ارګانونو انتقاد وکړ، چې د هغه په وینا د کابل او نورو سیمو د وروستیو بریدونو په مخنیوي او شنډولو کې پاتې راغلي دي.

په همدې حال کې وسله والو طالبانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دوي ۳۰ غیر عادي وسله والو له ډیر وخت راهیسې د دغو حملو لپاره تمرین کړی وو او د وسلو او چاودونکو موادو په ترلاسه کولو کې ورسره له داخل څخه مرسته شوي ده.

دغه راز د پوځي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې له داخل څخه د همکارۍ پرته د داسې ډله ایزو او هم اهنګه بریدونو ترسره کول ګران کار دی.

د افغانستان امنیتي ارګانونه وايي، وروستۍ حملې د حقاني شبکې له خوا چې ویل کیږي په پاکستان کې میشت ده ترسره شوي دي.

د کورنیو چارو د وزیر بسم الله محمدي په وینا په دغو بریدونو چې نزدې شل ساعته يې دوام وکړ ،۵۱ کسان وژل شوي چې ۳۶ يې برید کونکي ،اته يې امینتي افراد او۳ يې ملکیان دي.
XS
SM
MD
LG