د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۷

د حزب اسلامي سره په زیاترو برخو کې توافق وشو


د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالله لودین
د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالله لودین
په کابل او دریېو ولایتونو کې د یکشنبې د ورځې ډله ایزو حملو که څه هم خلک د سولې په هکله مایوسه کړي، خو افغان چارواکي بیا روانو هلو ځلو ته هیله مند دي.

په کابل، لوګر، پکتیا او ننګرهار کې دا حملې په داسې وخت کې وشوې، چې د حزب اسلامي یو پلاوې په کابل کې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو بوخت وو.

دغه پلاوي، چې مشري یي د ډاکټر غیرت بهیر په غاړه ده، د دوشنبې په ورځ له ولسمشر سره ولیدل، چې په کې تر ډیره د سولې لپاره د حزب اسلامي په طرحې خبرې وشوې.

د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالله لودین له دغې کتنې وروسته ازادۍ راډیو ته د شویو خبرو په اړه وویل:

"د حزب اسلامي پلاوي د ښاغلي ډاکټر غیرت بهیر په مشری له ولسمشر سره وکتل، او په هغه طرح په تفصیل سره بحث وشو، چې د حزب اسلامي له خوا رالیږل شوې او تقریباً په اکثرو مواردو یې توافق وشو او دوی ته ډاډ ورکړل شو.

دوي به نور ملاقاتونه ولري په خاصه توګه د افغانستان د راتلونکو قضیو په هکله، د بهرنیانو د وتلو، د تړونونو د لاسلیک کولو او ټول هغه مسایل چې د افغانستان په روان سیاست پورې تړلې دي، د حزب اسلامي پلاوي خپلو ملاقاتونو او لیدنو کتنو ته دوام ورکوي."


کابل ته د حزب اسلامي دغه پنځه کسیزه پلاوی د روانې اوونۍ په پیل کې د سولې د عالي شورا په بلنه کابل ته راغلې.

دغه پلاوي له ځان سره یوه ځانګړې پنځلس ماده ییزه طرح هم راوړې چې په هغې کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل او په افغانستان کې د انتخاباتو په قانون کې بدلون راوستل هم شامل دي.

خو د سولې د عالي شورا د چارواکو په وینا ښايي د حزب اسلامي له خوا د راوړل شوې طرحې یو شمیر شرطونه د افغانانو له خوا ونه منلې شي.

د ښاغلي لودین په وینا په افغانستان کې د لنډ مهالې ادارې رامنځ ته کول او د افغانستان په اساسي قانون کې بدلون راوستل هم ښایي د افغانانو له خوا ونه منلې شي.

خو د حزب اسلامي له خوا رالیږل شوي پلاوي وایي چې که افغان حکومت کومه ځانګړې طرحه لري نو دوی ته دې وړاندې کړي څو دوی غور ورباندې وکړي.

ښاغلي بهیر ازادۍ راډیو ته وویل:

"موږ خپله طرحه هغوي ته ورکړې ده، دوي په دې طرح باندې بحث کوي او موږ سره یې دا ځل دا ژمنه کړې چې دا مسله جدي نیسي او د همدې لپاره یې یو لوړ پوړی پلاوی تعین کړی دی.

زموږ دوي ته دا وړاندیز دی چې که دوي زموږ په طرحه اعتنا نه کوي او دوي سره ددې بحران د حل لپاره کومه طرحه وي نو موږ دیته چمتو یو چې د دوی طرحه تر لاسه کړو او مونو ورباندې غور وکړو."


د حزب اسلامي دې پلاوي په کابل کې د سولې د عالي شورا د عړو او ولسمشر کرزي سربیره په کابل کې د امریکا له سفیر سره هم لیدلي، خو څرګنده نده، چې په کومو مسئلو یی خبرې کړي.

د وسله والو طالبانو د یکشنبې د ورځې له حملو سره سره د سولې عالي شورا وایی، چې د دوي او حزب اسلامي ترمنځ په خبرو کوم اغیز ندې کړې او دوی پدې خبرو کې مهمو پرمختګونو ته هیله مند دي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG