د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

افغان پولیسې له څه ستونزو سره مخ دي؟


په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو او په تیره بیا د پولیسو د شمیر د زیاتولو ترڅنګ دا هڅې هم کیږي، چې ښځې د پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کولو ته وهڅولې شي.

که څه هم اوس مهال یو شمېر میرمنې او نجونې د پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کوي، خو په ځینو مواردو کې دوي له ټولنیزو ستونزو سره هم مخامخ کیږي.

میرمن زهره یوه له هغو ځوانو میرمنو څخه ده، چې له تیرو څلورو کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې کار کوي.

دا هم له دې ټولنیزو ستونزو سر ټکوي او وایي، چې کله هم، چې د کار ساحې ته وځي نو په ښه سترګه ورته نه کتلې کیږي.

زموږ خبریاله حمیده هارون عثمان د میرمن زهره د ژوند په اړه دا رپورټ ترتیب کړې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:37 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG