د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

ملګرو ملتونو سوریې ته د نړېوالو څارونکو د استولو پرېکړه وکړه


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیک کې د سوریې د شخړو په ټولو خواو غږ شوی، چې په فوري توګه وسله وال تاوتریخوالی بند کړي.

دغه راز د سورې له حکومت څخه غوښتنه شوې، چې له ګڼې ګوڼې سیمو څخه درنې وسلې او ځواکونه وباسي.

د امنیت شورا د پریکړې له مخې به د ملګرو ملتونو دېرش کسیزه څارونکې ماموریت په سوريه کې د حکومت او وسله والو یاغیانو تر منځ د اوبند څارنه کوي.

دا په سوریه کې د څه د باندې یو کلن تاوتریخوالي راپدیخوا لومړۍ ځل دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بشپړ اکثریت سره د سوریې په اړه یو پریکړه لیک صادروي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ″سوزان رایس″ د پریکړه لیک له صادریدو وروسته خبریالانو ته وویل:

″نن ملګرو ملتونو په دې پریکړه لیک سره دا څرګنده کړه، چې د سوریې د رژیم په اړه به د خبرو نه بلکه د رژیم د اعمالو پر اساس قضاوت کوي.

امنیت شورا د څارونکو یوه هایت وګماره څو د دې پریکړه لیک پر وړاندې د سوریې د حکومت عکس العمل وڅاري. په دې سره د امنیت شورا د خپلو مسولیتونو د ادا کولو لپاره ګام واخست اوس دا وخت پورې تړا لري.″

برتانې په سوریه کې د اوربند او روان وضیعت د څارلو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړه لیک هرکلی کړی او دا يې یو مهم ګام بللی دی.

روسیې او چین چې د سوریې په اړه يې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخوانۍ پریکړه لیک ویټو کړی، په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو د څارونکۍ ماموریت ملاتړ کړی.

خو دواړو هیوادونو ټنیګار کړی، چې د سوریې په کورنیو چارو کې باید د نړیوالې ټولنې مداخله محدوده وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې په سوریه کې د تاوتریخوالي تازه پیښو په دغه هیواد کې د ۱۳ میاشتنۍ شخړې د حل په هدف د ملګرو ملتونو هڅې له ګواښ سره مخامخ کړې دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې د ګډ استازي کوفي عنان د پلان له مخې د حکومت او وسله والو یاغیانو تر منځ له خبرو دمخه باید اوربند ټینګ شي.

په عین حال کې د سوریې له حما او حمص ښارونو څخه د شنبې په ورځ د وسله والو نښتو او تاوتریخوالي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، تازه راپورونه رسیدلي دي.
XS
SM
MD
LG