د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۵۶

امریکا د افغانستان لپاره ″AT-29″ ډوله جنګي الوتکې پېرې


د افغانستان هوایي ځواک چې د ډاکټر نجیب الله د رژیم له ړنګیدو وروسته د مجاهدینو او بیا د طالبانو د واکمنیو پر مهال په تدریجي ډول ویجاړ شو په ۲۰۰۱کال کې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو په راتلو سره بیخي له منځه لاړ.

په افغانستان کې ټولې هوایي محاربوې او انتقالې الوتنې د ناتو او ایتلافي ځواکونو له خوا کیږي خو په دې وروستیو کې د افغان هوایي ځواکو د بیرته فعالولو چارې پیل شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو هوایي ځواک د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان د هوایي ځواک لپاره د سپکو حملو جنګي الوتکو د پیرلو په مقصد یې د کمپنیو ترمنځ آزاده سیالي پرانیستي ده. امریکا دوې میاشتې مخکې د برازیل د ″ایمبرار″ له کمپنۍ سره د الوتکو قرارداد لغوه کړی و.

د امریکا هوایي ځواک وایي، د الوتکو د پیرلو لپاره به مربوطو کمپنیو ته د وړاندیزونو یا پروپوزلونو لپاره د خپلو غوښتنو مسوده د اپریل په ۱۷ مه نیټه وړاندې کړي.

د دې مزائیدې لپآره امریکایي کمپنۍ ″هاکر بییچ کرافت کارپوریشن″ او د برازیل د الوتکو جوړولو کمپنۍ ″ایمبرار″ چې د امریکا له ″سیرا نووادا کارپوریشن″ سره شراکت لري، رامخ ته شوي دي.

خو د امریکا هوایي ځواک په یوې اعلامیي کې ویلي، د الوتکو د پیرنې د قرارداد وروستۍ پریکړه به له ۲۰۱۳ کال څخه مخکې ونشي او د الوتکو لومړۍ جوپه به د ۲۰۱۴ کال په نیمایي کې افغانستان ته ورکړل شي.

په دې نوي مهال ویش سره افغانستان ته د جنګي الوتکو د ورکولو عملیه له پخوانۍ نیټې څخه ۱۵ میاشتې ځنډول کیږي.

په تېر ډسمبر میاشت کې د امریکا ″سيرا نووادا″ کمپني افغانستان ته د شلو ″AT-29 سوپر توکانو″ جنګي الوتکو د جوړولو لپاره د ۳۵۵ میلونو ډالرو قرارداد منظور کړی و، خو د امریکا هوایي ځواک د فبرورۍ میاشت کې دا قرارداد د سیالې کمپنۍ ″هاکر بییچ کرافټ″ د قانونې دعوا له وجې لغوه کړ.

د برازیل د حکومت یوه ویاند چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی، فرانسپرس آژانس ته ویلي، له ایمبرار کمپنۍ سره د امریکا د هوایي ځواک د قرارداد لغوه کول د دوی لپاره مهمه مساله ده او دا په داسې حال کې ده چې برازیلي کمپنۍ د خپل هیواد د هوایي ځواک لپاره د ۳۶ الوتکو د جوړولو په قرارداد غور کوي، چې قیمت به یي د ۴ او ۷ میلیاردو ډالرو تر منځ وي.

برازیل دا مهال د فرانسې د ″رافییل″ جنګي الوتکو چې د دې هېواد ″دسالت″ کمپنۍ یې جوړي او د امریکا د ″F/A18 سوپر هارنیټ″ الوتکو چې د امریکا ″بوینګ″ او د سویډن ″ساب ګریپن″ کمپنۍ یې جوړوي، د پیرلو په اړه غور کوي.

د افغانستان لپاره غوره شوي جنګي الوتکی ″AT-29″ د لږ ګواښ چاپریال لپاره ډيزان شوې او د پرمختللو هوایي روزنو، اکتشافي او هوایي ملاتړ په ماموریتونو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د هوایي ځواک مشر جنرال ″نورټن شوارڅ″ د فبرورۍ میاشت کې ویلي وو، افغانستان ته د دغو الوتکو د جوړولو او ورکولو د قرارداد لغوه کول د خجالت مساله وه او باید ډېر ژر د الوتکو قرارداد بېرته نوی شي.
XS
SM
MD
LG