د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

هېواد ته د ناقانونه وسلو راوړلو سره جنايي پېښې زیاتې شوي


د راپورنو له مخې په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې جنايي پیښې او سړي تښتونې ډیرې شوي دي. د کابل او ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په دې اړه اندېښنه ښولې او له امنیتي چارواکو څخه غواړي، چې په دې اړه جدي هڅې وکړي.

د امنیتي چارواکو په باور په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جنايي پيښو د ډیرېدو اساسي لامل له ګاونډیو هیوادونو په غیر قانوني ډول د وسلو راوړل دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکې وايي، چې له پاکستانه افغانستان ته وسله په قاچاقي ډول راوړل کیږي او بیا په ډیره کمه بیه پر خلکو پلورل کیږي.

د کابل د جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس جنرال ظاهر د جمعې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د جنايي پیښو ډیرېدل تایید کړل، خو پر خلکو یې د همکارۍ غږ وکړ.

“ستونزې د غیري قانوني وسلې څخه پیښيږي، چې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه په ډیره ارزانه بیه له پنځه سوه څخه تر دوه زره افغانیو پوری اخیستل کیږي.

چاړې، چاقو او نورو وسایلو هم ستونزې پیښې کړي، په کابل ښار کې یو بله ستونزه هم ده، چې زه باید دولتي کسانو ته په جدي ډول ووایم، چې له خپلو وسلو سره پام وکړي د اولادونو په لاس دې یې نه ورکوي، دوی باید د خپلو اولادونو د بې ځایه ګرځېدو او په دولتي موټرونو کې د سپرېدو مخه ونیسي.”

تر دې مخکې هم په وار وار افغان چارواکو ویلي، چې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته وسله رالیږل کیږي.

د راپورونو له مخې په تیر یوه کال کې په لسګونه کسان په جنايي پیښو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د دې تر څنګه لسګونه نور په بیلا بیلو ولایتونو کې د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي.

عام افغانان بیا د جنايي پیښو د ډیرېدو لاملونه د ځوانانو بې کاري او ناپوهي بولي او له افغان حکومت څخه غواړي، چې خلکو ته د کار کولو اسانتیاوې برابرې کړي.

″نوم مې اسد الله دی. له بده مرغه د کابل ولایت په ډېرو برخو کې جنايي پېښې زیاتې شوي دي، ترټولو ستر عامل یې دا دی، چې خلک له دین پوره خبر نه دي، که دوی له دین څخه خبر واوسي دوی په دې پوییږې، چې د یو انسان وژل د بشریت دی.

له بده مرغه په ډېرو پېښو کې دولتي چارواکي په لاس لري.

- نوم مې احمد ضیا دی. د جنايي پېښو د زیاتوالي علت بیکاري ده.″

د کابل د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې د روان لمریز کال له پیله ۶ کسان په بیلا بیلو جنايي پيښو کې وژل شوي.

دغه چارواکي وایي، چې هره شپه له پنځوسو تر سلو کسان په کابل ښار کې د پولیسو له خوا نیول کیږي، چې په جنايي جرمونو کې لاس لري.

خو عام خلک بیا شکایت کوي، چې دغه ډول کسان نیول کیږي، خو سزا نه ورکول کیږي او په بیلا بیلو پلمو له زندانونو ازادیږي چې ورسره جنايي او نورې پیښې ډیريږي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG