واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کی د امریکایي ځواکونو د اړتیا او د افغان چارواکو د غوښتنې او ټینګار په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ خبرې راخیستې چی وایي، د ۲۰۱۴ کال په پای کې د امریکا د متحده ایالاتو د اوږدې مودې ستراتیژیکي همکاري او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور، د هېواد د ثبات لپاره اړین دي او دا به افغانانو او دغه راز د افغانستان دښمنانو ته مناسب او پرځای پیغام ورسوي.
ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان دفاع وزیر د سه شنبې په ورځ امریکایي چارواکو سره د کتنې پر مهال وویل، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر زیات مهم نه دی، بلکه ستراتیژیکي تړاو به یي د فزیکي موجودیت او شمېر په نسبت ډېر مهم وي.
واشنګټن پوست زیاتوي، په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د حضور او د اوږدي مودې ملاتړ د چوکاټ په اړه رسمې خبرې د سه شنبې په ورځ په کابل کې پیل شوې.
له دې مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شپې د عملیاتو په اړه تړون هم لاسلیک شوی و.
ورځپاڼه لیکي:
د جمهور رئیس بارک اوباما اداره هیله منه ده چې له افغانستان سره د اوږدې مودې همکارۍ د تړون چوکاټ به په شیکاګو کي د ناتو د می میاشتې له غونډې مخکي برابر او لاسلیک شي.
په دې غونډې کې به له افغانستان څخه د راتلونکو ۱۹ میاشتو په مودې کې د بهرنیو عسکرو د وتلو په عملیې او په افغانستان کي د امریکایي عسکرو د شمېر پر مسلو بحث ونشي ، خو اصلې مسله به دا وي چی ګډون وال یعنی ناتو او ایتلافي ځواکونه به ژمنه وکړي چې د راتلونکي کال په جریان کي به یوازي د افغان ځواکونو د ملاتړ چارې پر مخ وړي.
واشنګټن پوست وړاندي لیکي: له افغانستان څخه د ایتلافي ځواکونو د وتلو په پلان کي د افغان امنیتي ځواکونو وده او روزنه اساسي مسله ده. تمه ده چي تر راتلونکي اوړي پوري له ټاکلې نیټې مخکي ، د افغان ځواکونو شمېر دري لکه او دوه پنځوس زرو ته ورسیږي .
د ورځپاڼې په باور، د افغانستان له لس کلنې جګړې سره د امریکایانو ملاتړ مخ په کمیدو دی او له همدي وجې، جمهور رئیس اوباما په دي هیواد کي د خپل پوځي ماموریت په ختمولو ټینګار کوي او له نړیوالو متحدانو څخه غواړي چي له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د لګښتونو د پیټې په پورته کولو کي دي له امریکا سره اوږه ورکړې.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کي د وسله والو د پسرلنیو حملو د څرنګوالي په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کي یي لیکي:
د طالب وسله والو د پسرلینو حملو نښې نښانې مخ په زیاتېدو دي او په همدي لړ کې د سه شنبې په ورځ په هرات او هلمند ولایتونو کې د ځان وژونکو حملو له وجې ۱۶ کسان ووژل شول.
ورځپاڼه لیکي: طالبانو د هلمند ولایت د حملو مسولیت په غاړه اخیستی، خو وایی: د هرات د ګذرې ولسوالۍ د حملې په اړه معلومات نلري.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندي لیکي:
دا لا وختی دی چي د طالبانو د پسرلنیو حملو او توان په اړه بحث وشي او دا ځکه چی طالبان د ځایي بزګرانو په ملاتړ تکیه دي او بزګران دا مهال د کوکنارو په کر مصروف دي. افغان پوځي قوماندانان پدي باور دي چي د کوکنارو له حاصل وروسته به جګړې شدت پیدا کړي، خو وایي: دوي یي د چپولو او مقابلو پوره توان لري.