د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

"د اوسپنی د ایستولو تړون به زرګونو خلکو ته کار پیداکړي"


د کانونو وزارت د عامه او ستراتیژیکو اړیکو رئیس احمد تمیم عاصي
د کانونو وزارت د عامه او ستراتیژیکو اړیکو رئیس احمد تمیم عاصي
په افغانستان کې د اوسپنی د ایستولو او پولادو د تولید په برخه کې له هند سره د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته افغان چارواکي تمه ښيي چی دا تفاهم لیک به د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

دا تفاهم لیک چې د دوشنبې په ورځ د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یي د هند دولتي او شخصي کمپینۍ وهڅولې شي، چې په افغانستان کې د اوسپنې د ایستلو او دپولادو د تولید په برخه کې پانګې واچوي.

د کانونو وزارت د عامه او ستراتیژیکو اړیکو رئیس احمد تمیم عاصي د سې شنبې په ورځ ازادۍ رادیو سره په خبرو کې د کابل او هند ترمنځ د دې تفاهم لیک د اقتصادي ګټو په هکله وویل:

«د اوسپنې او پولادو به برخه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري زیاتوي.

د اوسپنې او پولادو د استخراج صنعت یو ثقیل صنعت دی او په هغو سیمو کې چې د دې کانونو په کمربند کې پرتی دي، اوسیدونکو ته به یي په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د زرګونو کارونو زمینې برابرې شي او بله دا چې د افغان حکومت د ظرفیتونو په لوړولو کې به هم د پام وړ مرسته وکړي.»

دا تفاهم نامه په داسې حال کې لاسلیک شوه، چې په پام کې ده هندي شرکتونه د دې هېواد د حاجیګک د اوسپنې د کان د ایستلو لپاره شاوخوا یوولس میلیارده ډالره پانګه واچوي.

د کانو او صنایعو وزارت وایي، د دواړو لوریو ترمنځ بحثونه روان دي څو، د جوزا تر میاشتی پورې ، د دې کان دایستلو تړون داوطلبو کمپنیو ته وړاندې کړي.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې تیرکال د افغانستان اوهند ترمینځ د ستراتیژیک تړون له لاسلیک کېدو وروسته داقتصادی همکاریو دا دریم تفاهم لیک دې، چې ددواړو هیواد ونو ترمینځ لاسلیک کېږی.

داقتصادی چارو پوهان وایی ، افغانستان باید پدی بسیاینه ونکړی چی ، هند دې ورسره د کانونو په ایستلو کې مرسته وکړی ، بلکې هڅی دې وکړی چی افغان کارکوونکې د هند له تکنالوژی او پوهی څخه ګټه واخلی، استاد سیف الدین سیحون وایي:

« زما په نظر د افغانستان او هند د اقتصادی اړیکو په درشل کې،
افغانستان باید د هند له تخصص، تجربو او پوهې څخه پوره ګټه پورته کړې، ترڅو په راتلونکي کې په خپله د کانونو دکېندلو مسلکې توان ولري.»

دا هم ویل کېږی چی دهند او افغانستان ترمینځ ګډوهمکاریوپاکستان اندیښمن کړی دی.

ځیني نور کارپوهان بیا په دی نظر دی چی ، دافغانستان د کانونوداستخراج په برخه کې د هند او چین پانګی اچونی ، له دوه رزه څوارلسم کال وروسته ، ددی هیواد له ثبات سره مرسته کولی شی.

راپور-خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG