د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

"بهرنیو هېوادو ته د تلونکو محصلینو ونډه دوه برابره شوې"


په داسې حال کې چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت بهرنیو هېوادونو ته د بورسونو د ورکړې په بهیر کې د لا زیات شفافیت راوستلو ډاډ ورکوي او خو یو شمېر محصلین بیا له دې کبله ځانونه دغو بورسونو ته نه کاندیدوي چې د ویش په لړۍ یې باور نه لري.

د کابل پوهنتون د محصلینو یوه اساسي انتقاد دا و، چې دا بورسونه تر ډیره هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې د کورنی کوم غړی یا دوست یې د حکومت لوړ پوړی چارواکی وي:

"که واقعیت ته وکتل شي، نو داسې ده چې هر هغه کس چې یو څوګ ښه پیژندګلوي ولري، په یو جګ مقام کې وي او یا هم پیسې ولري نو بورسونه هم هغوي ته ورکول کیږي، که په ټوله کې وکتل شي نو په دې پروسه کې هیڅ شفافیت نشته او هر هغه څه چې ویل کیږي یواځې شعار دی."

افغان محصلین دا بې باوري په داسې حال کې څرګندوي چې د لوړو زده کړو وزیر د دوشنې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې بهرنیو هېوادونو ته د محصلینو په لیږلو کې ټولو ځوانانو ته په یوه سترګه کتل کیږي.

له بل لوري ولسمشر کرزي هم د دې لپاره چې افغان محصلینو ته په بهرنیو هېوادونو کې د زده کړې ښه زمینه برابره شي، دې کار ته ځانګړې شوې بودیجه دوه برابره زیاته کړې.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټرعبیدالله عبید وویل چې دوی په بودیجه کې زیاتوالي ته په پام سره د ولایتونو سهمیه هم زیته کړې او هڅه کوي، چې د برسونو د ورکړې بهیر په شفاف ډول پرمخ ولاړ شي:

"د ټولو ولایتونو محصلین په یو شان له دې بورسونو برخمن کیدای شي، د ولسمشر د پاملرنې له امله چې تیر کال ددې بورسونو لپاره شاوخوا پنځه میلونه ډالره ځانګړې شوې وې خو اوس ددې لپاره چې ټول ځوانان وکولای شي له دې بورسونو برخمن شي، مخکې هر ولایت نه اوه اوه کسان وو، خو دا چې اوس دوی دغه پیسې دوه برابره یعنې لس میلونه ډالره کړې.

مونږ کولای شو له هر ولایت نه څوارلس کسان او کابل چې نفوس یې ډير دی دوه برابره دی دغو بورسونو ته ولیږو، او دغه بورسونه د کانکور د ازموینې د نمرو له مخې ورکول کیږي، او پدې کې هیڅ ډول امتیاز نشته، هر څه شفافیت لري او هیڅوګ نشي کولای چې حتې د یو کس په برخه کې هم اجراآت وکړي."


بل خوا د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو کمیسون د افغان محصلینو انتقادونه تر یو حده سمې وبللې.

د دې کمیسون مشر کمال ناصر اصولي ازادۍ ‌راډیو ته وویل، چې په تیرو کلونو کې بهرنیو هیوادونو ته د محصلینو په لیږلو کې تر ډیره د شناخت مسله په پام کې نیول کیده، خو ده وویل، چې ددې کمیسون په جوړیدو سره دغه ستونزه له منځه تللې:

"د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د لوړو زده کړو کمیسون د بورسونو په ویشلو کې خپل سیاسي ملحوظات درلودل او د هغه وخت له وزیر سره هم ځینې سیاسي ملحوظات وو او په افغانستان کې د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته لیږل د قومي ملحوظ له مخې کیدل، خو د شپاړلسمې دورې په راتګ سره مونږ تیر کال هم کوښښ وکړ چې حق حقدار ته ورسیږي او په افغانستان کې هر هغه کس چې مستحق دي باید په بورسونو کې ولاړ شي."

د بورسونو د ورکړې په برخه کې د شفافیت د نه موجودیت په اړه دا بحثونه پداسې حال کې پورته شوي، چې په تیرو څو کلونو کې د هند او ترکیی په ګډون بیلابیلو هیوادونو چمتوالې ښودلې، چې د افغان کدرونو د روزلو په برخه کې پراخه همکاري وکړي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG