د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د سوریې حکومت له ښارونو څخه د ځواکونو ايستل پيل کړل


د سوریې حکومتي چارواکي وایي، چې د سوریې له ښارونو څخه یې د خپلو عسکرو ویستل پیل کړی خو مخالفین وایي داسې کوم څه نه تر سترګو کیږي، چې دوی دې په رښتیا له ښارونو څخه د وتلو تکل کړی وي.

د سوریې د روانې لانجې د حل لپاره د ملګرو ملتونو او د عربي اتحادیې د ځانګړې استازي، کوفي عنان، د طرح له مخې چې ولسمشر بشارالاسد ورسره موافقه کړې وه؛ نن د ځواکونو د وتلو ورځ ده.

د سوریې فعالان وايي، پوځ په دوو ښارګوټو حملې کړې دي او نن له ښارونو څخه په ډېر شېمر د عسکرو د وتلو څرک نه لګیږي.

د سوریې د لانجې د حل لپاره د ملګرو ملتونو او د عربي اتحادیې د ځانګړې استازي د پلان له مخې چې ولسمشر بشارالاسد ورسره موافقه کړي، باید نن سې شنبه، د سوریې په وخت د سهار پر شپږو بجو له ښارنو څخه د عسکرو ویستل پیل شوې وای.

اسوشیېټډ پرېس خبرې اژانس په یوه تازه راپور کې وایي، چې حکومت د سوریې له ځینو ښارونو څخه د خپلو ځواکونو ویستل پیل کړي دي.

د اوربند هغه معامله چې د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې د ځانګړې استازي، کوفي عنان، له خوا وړاندې شوې تر ډیره د سوریې د لانجې د سیاسي حل لارې لپاره وروستې چانس بلل کیږي او داسې ښکاري؛ چې دا وضع کولی شي، سوریه د یوې کورنۍ جګړې په لور بوځي.

د دیارلس میاشتو راهیسې د ولسمشر بشارالاسد عکس العمل د اعتراض کونکو پر خلاف په زیاتیدونکې توګه پوځې بڼه غوره کړي او اعتراض کونکي سخت ځپل شوي دي.

د تیرې دوشنبي په ورځ د سوریې ځواکونو د لبنان او ترکیې سره په سرحدي سیمې کې پر خلکو ډزې وکړې؛ چې په ترکیې کې د کډوالو په یوه کمپ کې د لبنان د تلویزیون یو خبریال په کې ووژل شو او لږ تر لږ ه شپږ تنه نور ټپیان شول.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان د سې شنبي په ورځ سوریه په خپله خاروه پر مداخلې ملامته کړه او ویې ویل، د دې کار په ځواب کې باید د هغه اقداماتو په ګډون چې د ده په وینا: ″موږ نه غواړو، چې په اړه یې فکروکړو″ هیواد یې پوهیږي، چې څه ډول اقدام وکړي.

ترکیې اوسمهال شاوخوا څلورویشت زره د سوریې کډوالو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده. نن ناوخته به د سوریې د لانجې د حل لپاره د ملګرو ملتونو او د عربي اتحادیې ځانګړې، استازي کوفي عنان په ترکیې کې د سوریې د مهاجرو له یوه لوی کمپ څخه کتنه وکړي، چې پرون ورباندي د سوریې ځواکونو ډزې کړې وې.

په دې کمپ کې یو کډوال، دلا فیزو، اسوشیېټډ پرېس خبرې اژانس ته ویلي، موږ په کوفي عنان باور لرو، خو بشار الاسد د باور وړ نه دی.

د بشري حقونو د څارنې ډلې بیا د حکومت له لورې د زیات شمیر مخالفانو د اعدامیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د بشري حقونو د څارنې ډلې هیومن رایتس واچ په سوریې کې د اعدامونو په اړه یو ریپورت هم د وشنبې په ورځ خپور کړ. پرون په واشنګتن کې د بشري حقونو د څارنې د ډلې ویاند ټام پورټیوس وویل:‎

موږ دا تاییدوو، چې لږ تر لږه سل تنه له محاکمې پرته په تیرو څو میاشتو کې په سوریې کې اعدام شوې دي

تام پورټیوس چې په سوریې کې د اعدامونو ا و له مظاهره کونکو سره د سخت چلند په اړه یې د ورسیدلو راپورونو په اړه خبرې کولی زیاته کړه.

دا (بې محاکمي اعدامونه) په شدیده توګه ناوړه ګټه اخیسته ده. دوې د بشري حقونو په اړه نړیوال قانون تر پښو لاندې کوي او دا نو ډیر شرم دی، چې داسې څه تر سره کیږي. یو شمېر پیښې چې موږ ثبت کړي، په رښتیا چې په کامله توګه خونړۍ پیښې دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاورف نن وویل: ″روسیه دې ته تیاره چې خپل څارونکي سوریې ته ولیږي څو د ملګرو ملتونو له هغه ماموریت سره؛ چې په دې هیواد کې د شخړو د ختمیدو لپاره کیږي، مرسته وکړي.″

لاروف وویل، د سوریې د لانجې د حل لپاره د ملګرو ملتونو د استازي د بریالتوب لپاره عمده مسله سوریې ته د نړیوالو څارونکو لیږل دی. لاورف نن دا خبرې د سوریې له حکومتي مقاماتو سره تر خبرو وروسته وکړي.

لاوروف وویل د ملګرو ملتونو د استازي د پلان په عملې کولو کې مونږ په دې بارو یو چې د سوریې د حکومت اقدامات به لا فعاله او قاطع بڼه ولری. زیاته یې کړه

″موږ نه غواړو چې نن د تیرې شوی پیښې یاد بیا تازه کړو. موږ غواړو چې د روان کړکیچ د حل لپاره پر سیاسي اقداماتو تمرکز وکړو او د دې وضعیت لپاره یوه سیاسي د حل لاره ومومو. ″

چین هم نن د سوریې له حکومت او مخالفینو څخه وغوښتل چې د کوفي عنان د وړاندی شوی پلان له مخې دې سمدستي د اوربند معاملی ته راوګرځي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، لیو وی من، وویل چین هیلمن دی چې د سوریې حکومت او مخالفین به یې اوربند ته پر کړو ژمنو عمل وکړي، حکومت به خپل ځواکونه له ښآرونو وباسی او مخالفین به د سوریې د روانی لانجې د حل لپاره شرایط برابر کړي.
XS
SM
MD
LG