د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

اندونيزيا۱۲۰ افغان پناه غوښتونکي په سمندرکې له ډوبېدو ژغورلي


اندونيزيا وايي، ۱۲۰ افغان پناه غوښتونکي يې، چې د بېړۍ په وسيله استراليا ته روان ول، په سمندر کې له ډوبېدو ژغورلي دي.

د اندونيز د ملي نجات او پلټنې د ادارې يوه مامور وويل، دوي ته د يکشنبې په ورځ د بېړۍ ماڼو ټېلیفون وکړ او په وارخطا ږغ يې ترې د مرستې غوښتنه وکړه.

افغان کډوال په يوه بله بېړۍ کې د جاوا ټاپو په لوېديځ کې يوه بندر ته ورسول شول.

د اندونيزيا د نجات او پلټنې مامورين وايي، دوي غواړي چې افغان کډوال د مهاجرت او سرحدي چارو پوليسو ته وسپاري.

اندونيزيا عموماً غيرقانوني يا بې اسنادو کډوال له خپلې خاورې باسي او اصلي ټاټوبي ته يې لېږي.
XS
SM
MD
LG