د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۸

پرافغان ښځو د قیوداتو لګولو مسله بیا پورته شوې


انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې چې (داخلي سیاستونه باید له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پر نیټه اغیز ونه کړي) یوه مقاله خپره کړې چې په راغلي:

افغان سیاستوال او کتونکې په دې باور دي، چې له افغانستان څخه د فرانسوي سرتیرو د ویستلو په اړه د ولسمشر سرکوزي او د هغه انتخاباتي سیال فرانسوه هولند پریکړه د دې ځای چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان حکومت د توانمندۍ په اړه د ریښتیني قضاوت پر بنسټ وي، تر ډیره په فرانسه کې د راتلونکو انتخاباتو پورې تړوا لري.

انډیپنډنټ لیکي:

یقیناً دا حقیقت دی، دغه راز د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د بریتانېې صدر اعظم ډیوډ کمرون هم د افغانستان د جګړې په اړه چې نه يې غوښتل ورته په میراث کې پاتې شي، خپل داخلي ملحوظات لري .

د مقالي لیکونکې وايي، سره له دې چې په امریکا او بریتانیه کې د سترو سیاسي ګوندونو مهم غړي به غواړي چې واشنګټن او لندن له ۲۰۱۴میلادي کاله دمخه له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، خو بیا هم ولسمشر اوباما او صدراعظم ډیوډ کمرون تر ۲۰۱۴میلادي کاله پورې د افغانستان پوځي ماموریت ته متعهد دي.

انډیپنډڼت زیاتوي:

په افغانستان کې امریکايي او بریتانوي قومندان د ځواکونو د ایستلو لپاره یوه دقیقه او ښکاره نیټه نه اعلانوي ځکه هغوي په دې باور دي چې دا اعلان به متحدانو او دښمن ته یو نا سم پیغام وي.

د دواړو هېوادونو قومندانان ټنیګار کوي، چې له افغانستان څخه د زیاتو سرتیرو د ویستلو چارې چې څومره امکان ولري باید په وروستۍ پړاو کې ترسره شي چې د ورځپاڼې په وینا دا د افغان حکومت غوښتنه هم ده.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان د ښځو د وضیعت په اړه یو مطلب لیکلی چې عنوان يې دی د افغان ښځو وضیعت د هیلري کلنټن سیاسي میراث له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره چې د کار موده يې څو میاشتې پاتې ده په یوه مسله کې چې د هغې زړه ته نزدې ده او سیاسي میراث يې ګڼل کېږي، په شاه تګ ته مجبوره شوی ده.

هیلري کلنټن ان له دې مخکې چې امریکايي سرتیري افغانستان ته ورسیږي د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کړی وو او د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه له ټاکل کېدو وروسته يې د افغان ښځو وضیعت ته د نړېوالو پام راواړوه.

لاس انجلس ټایمز زیاتوي: میرمن کلنټن د افغانستان له ښځو سره ژمنه کړې چې امریکا به هغوي یوازې نه پریږدي.

خو د مطلب د لیکونکې په وینا اوس چې امریکايي مقامات له افغانستان څخه د خپلو زیاترو سرتیرو د ویستلو پلان لري او افغان حکومت د دې لپاره چې محافظه کاره ډلې ځان ته جذب کړي د ښځو د حقونو په مسله کې خپل دریځ برابروي، پر افغان ښځو د قیوداتو لګولو مسله بیا پورته شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسون او د ډیموکراسۍ سازمان د تیرې میاشت د راپور له مخې په افغانستان کې د ښځو د مهمو حقونو په برخه کې هغه پرمختګونه چې په تیره یوه لسیزه کې شوي ښايي بیرته له مینځه لاړ شي.

ورځپاڼه په کابل کې د ښځو ،سولې، او امنیت د چارو د څیړنیز مرکز د مشرې وږمه فروغ په حواله وايي : میرمن کلنټن په تیر وخت کې هم له مونږ سره مرسته کړې او مونږ د خپل راتلونکې په اړه هم د هغې مرستې ته سترګې به لاره یو.
XS
SM
MD
LG