د اوسپنې د ایستلو او د پولادو د تولید په برخه کې د افغانستان او هند ترمنځ د همکارۍ دغه موافقه لیک په داسې حال کې لاسلیک کیږي، چې هندي کمپنۍ د افغانستان د اوسپنې د لوی کان حاجي کک د ویستلو قرارداد ته نږدې شوي دي.
د افغانستان د کانونو وزیر وحیدالله شهراني وویل، چې دغه موافقه لیک د افغانستان او هند د ستراتیژیکو همکاریو د سند په رڼا کې چې تیر کال د دواړو هېوادونو مشرانو لاسلیک کړ، رامنځ ته کیږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې موافقه لیک له مخې به اوسپنې د ویستلو او د پولادو د تولید په برخه کې دواړه هېوادونه همکاري کوي:
"دا یو جامع موافقه لیک دی، چې د اوسپنې د ایستلو او په خاصه توګه د پولاد و د تولید ټولې برخې په کې شاملې دي.
دا موافقه لیک د پولاد و د تولید، د اوسپنې د ویستلو، د افغان کدرونو د روزنې او په افغانستان د پولاد و د تولید لپاره د هندوستان د دولتي او خصوصي کمپنیو د هڅونې لپارحقوقي چوکاټ برابروي."
دغه موافقه لیک د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کانونو د وزیر او د هند د پولادو د وزیر ترمنځ لاسلیک شوه.
د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي شهراني وویل چې د هندي کمپنیو له کنسرشیوم سره د حاجي کک د اوسپنې د کان د ویستلو پر قرارداد نږدې شويدي.
نوموړي وویل، چې اوس مهال د قرارداد په جزیاتو خبرې روانې دي او ټاکل شوې چې په راتلونکې جون میاشت کې د هندي کمپنیو له کنسرشیوم سره لاسلیک شي.
د هند د پولاد و وزیر بیني پرساد ورما چې کابل ته په دوه ورځني سفرراغلی دی وویل چې د اوسپنې او پولادو په برخه کې یادموافقه لیک به هندي کمپنۍ په افغانستان کې لا ډیرې پانګونې ته وهڅوي:
"د تفاهم لیک دغه یادښت به د افغانستان د اوسپنې او پولاد و په سکتور کې ظرفیت جوړونې ته لاره هواره کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به اقتصادي همکاري لا ډیره کړي او د هند د خصوصي او عامه سکتور کمپنۍ به وهڅوي چې د کانونو له پلوه د شتمن افغانستان د اوسپنې او پولاد و په برخه کې پانګونه وکړي."
نوموړي زیاته کړه، چې هېواد یې په نړۍ کې له چینه وروسته د پولاد و تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی.
ښاغلي ورما وویل چې هیواد یې غواړي په افغانستان کې په پولاد و، طبعي ګازو، تیلواو مسو په برخو کې ډیرې پیسې ولګوي.
وروسته له هغې چې د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک شوی دی د افغانستان د کانونو وزارت د هند له کانونو، نفت او ګازو او سوداګرۍ او صنایعو له وزارتونو سره هم د همکاریو موافقه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د کانونو د وزیر په وینا ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د هند له کمیاوي کود او ډبرو سکرو له وزارتونو سره هم د همکاریو موافقې لاسلیک شي.
که چیرې د اوسپنې د حاجي کک کان د ویستلو قرارداد له هندي کمپنیو سره لاسلیک شي نو له چینه وروسته به هند دویم هیواد وي چې د افغانستان په کانونو کې تر ټولو لوی قرارداد خپلوي.