د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهمې تبصرې په افغانستان کې د شپې د عملیاتو د افغاني کیدو ته ځانګړې کړي او په دې اړه یي بېلابېل نظرونه راخیستي دي.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې افغان ځواکونو ته دا ګرانه بللې، چې د شپې په عملیاتو کې خپلې وړتیاوې ثابتې کړای شي او دا ځکه، چې افغان ځواکونه هغه پرمختللې وسلې او امکانات په واک کې نه لري، چې امریکایي ځواکونو به کارولې.
ورځپاڼې په دې اړه د امریکا او افغان دولت ترمنځ لاسلیک شوي تړون ته په اشارې لیکلي، چې پس له دې به دا عملیات له ناټو سره د یوې ګډې کمیټې له خوا تر استخباراتي او اپراتیفي څیړنو او د قضایی ادارو له اجازې وروسته ترسره کیږي.
ورځپاڼې دغو محدودیتونو ته په اشارې لیکلي، چې دا عملیات یوازې د هغو کسانو په وړاندې ګټور ثابتدای شي، چې ناخبره وي او ژر خپل ځای نه بدلوي.
ورځپاڼې ددې لپاره، چې ددغو عملیاتو موثریت په خپل حال پاتې شي، سپارښتنه کړې، چې په تفاهم لیک یاد محدودیتونه باید له منځه یوړلې شي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا که څه هم د دغه تفاهم لیک لاسلیکیدل مهم بللي، خو ټینګار یی کړې، چې اوس باید عملا بدلون راشي او خلک دا احساس کړي، چې پر دوی د وحشت شپه پای ته رسیدلې ده.
ورځپاڼې په ورته وخت کې افغان ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې هغه تیروتنې تکرار نکړي، چې بهرنیو ځواکونو به کولې او باید هڅه وکړي، چې له دغه ازمیښت نه بریالي راوځي.
ملي باور:
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې هم پدې ټینګار کړې، چې د شپې عملیاتو د افغاني کولو لپاره که څه هم تفاهم لیک لاسلیک شو، خو پکار ده، چې دا عملیات باید عملا افغاني شي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا او افغان دولت ترمنځ زیات تړونونه لاسلیک شوي، خو امریکا یوازې په هغو یی عمل کوي، چې په ګټه یی وي.
ورځپاڼې وړاندې د ۲۰۰۳ میلادي کال پوځي او تخنیکي تړون ته اشاره کړې، چې د وخت د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو لخوا له ناټو سره لاسلیک شوې.
ورځپاڼه لیکي، چې امریکا له دې تړون نه خورا خوشحاله وه او دا ځکه، چې د هغې له مخې دوی ته د هر څه کولو واک ورکړل شوې وو، خو کله، چې دا تړون له منځه یوړلې شو، نو امریکا دا و نه منله او اوس هم د هغې له مخې چلند کوي.
ورځپاڼې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې د شپې د عملیاتو د افغاني کولو تړون د عملي کولو لپاره باید جدي ګامونه پورته کړي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د شپې د عملیاتو افغاني کول د افغان لوري دویم مهم برې بللې او لیکلي، چې له اوږدو لانجو وروسته بالاخیره امریکا ورته غاړه کیښودله.
ورځپاڼه لیکي، چې تر دې مخکې د افغان دولت له پراخو هلو ځلو وروسته امریکا چمتو شوه، چې د بګرام زندان هم افغان لوري ته وسپاري او دا دواړه هغه مسایل وو، چې افغان دولت له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو لپاره د شرط په توګه وړاندې کړي وو.
ورځپاڼې لیکلي، چې وروستیو پرمختګونو هغه ویره له منځه یوړله، چې یو شمیر امریکایی پلوه څیرو به ورته اشاره کوله او ویل به یی، چې که افغان حکومت له امریکا نه دا ډول غوښتنې مطرح کړي، نو ممکن امریکا افغانستان ته شا کړي.
ورځپاڼه لیکي، چې امریکا په سیمه او افغانستان کې داسې اهداف تعقیبوي، چې تر دې زیاتې سختې غوښتنې به هم ومني.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې د شپې د عملیاتو د افغاني کیدو هر کلې کړې او هغه یی د ملي حاکمیت د خوندي کولو لپاره یو مهم ګام بللې دې.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د شپې د عملیاتو افغانی کول د افغان دولت او خلکو اساسي غوښتنه وه.