د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

موسی زی: رابرټ بیلز ته دې سخته سزا ورکړل شي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان موسی زی
په داسې حال کې چې امریکایي چارواکو په کندهار کې د ملکي افغانانو وژونکی رابرت بلیز د برخلیک په اړه کومه پریکړه نه ده کړې، افغان حکومت ورته د سختې سزا غوښتنه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبی په ورځ په خپله اونیزه غونډه کې وویل، چې د کندهار د پنجوایي پیښې د څیړلو لپاره یو امریکایی پلاوی راغلی.

نوموړی وایي، دوی هیله لري، چې ترڅو امریکایی پلاوی په دې پېښه کې د هرمختګ له افغان حکومت سره شریک کړي.

ښاغلی موسی زی وایي، چې افغان حکومت غواړي ترڅو د کندهار د پیښې عامل ته سخته سزا ورکړي.

″زموږ دریځ دا دی، چې امریکایي چارواکي افغان حکومت ته په وخت شفافه او دقیق معلومات وړاندې کړي او د دې پيښې عامل شدید ترین سزا محکوم کړي.″

رابرت بلیز چې نږدې یوه میاشت وړاندې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې اولس ملکي وګړي ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل اوسمهال د امریکا په کنساس ایالت کې بندي دی.

خو دا چې د رابرت بلیز د جرم نوعیت ته په کتو سره نوموړی ته به د افغان حکومت د غوښتنې مطابق درنه سزا ورکړل شي او کنه په اړه یې د ولسي جرګې پخوانی غړۍ کبیر رنجبر وایي:

″دغه عسکر چې په افغان خاوره کې د جرم مرتکب شوی، نو باید د افغانستان د قوانینو په رڼا کې مجازات شوی وای او دلته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې وای. خو له بده مرغه د موقتې ادارې او د امریکا حکومت له خوا په دوه زره دریم میلادي کال کې چې کوم تړون شوی، نو په افغانستان کې مجرم سرتیری به په امریکا کې د امریکا د قوانینو مطابق مجازات کیږي.

خواوس په دې اړه زموږ غوښتنه له امریکا یوه سیاسي غوښتنه ده او هلته په قضایي چارو کې هیڅ ډول اغیزه نه شي کولای، هغوی به خپله مستقله پریکړه کوي، زه فکر کوم هغه غوښتنه چې موږ یې لرو تر ډیره به په کی په پام کې ونیول شي.″

دا چې امریکایي چارواکو د کندهار د پنجوایي د پيښې قربانیانو ته د سر تاوان ورکړي، د سیمې اوسیدونکي لاهم ټینګار کوي، چې په دې پیښه کې رابرټ بلیز نور ملګري هم لرل.

دا چی دغه سرتیری ته به څه وخت او څه ډول سزا ورکړل شي اوس یې په اړه څه ویل ګران دی.


راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG