د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

پيښور: نړیوال پښتو ادبي کنفرانس د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسید


د عالمي پښتو ادبي کنونشن تر سرلیک لاندې د نړیوال پښتو سمینار ګډونوالو په پښتني سیمو کې روانه ترهرګري او بد امني وغندله او د پولې دواړو غاړې حکومتونو او نړیوالې ټولنې نه يې د دې لړۍ د له منځه وړلو په هدف د لازمو او مخلصانه ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.

د سمینار کوربه او د پښتنو ادبي چمن ټل یوه مسوول اسیر منګل وویل، پښتانه د عدم تشدد فلسفې پلویان دي، خو له بده مرغه د تیرو څو لسیزو تپل شویو جګړو د دوی حال او راتلونکې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې او که د اواري غم يې ونه خوړل شي نو پایلې به يې د ټولو لپاره زیانموونکې وي:

″د ځمکنیو حقایقو په رڼا کې نن ورځ پښتانه د یوه قام په توګه په ټوله نړۍ کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ، بقا او سلامتیا يې له ګواښ سره مخ ده.

دا مهال په نصابي او کتابي برخه کې پښتو دولتي سرپرستۍ او هم په مطبوعاتي برخه کې عاجلې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

که چیرته زموږ ژبې او کلتور ته پيښې ستونزې پر وخت حل نکړای شي نو دا به د چارواکیو پښتون دښمني وګڼل شي.″

دغه دوه ورځني سمینار ته چې د پيښور په نشتر هال کې جوړ شو د پاکستان له بیلابیلو سیمو، افغانستان، اروپا او عربي هیوادونو نه راغلیو په سلګونو لیکوالو، ادیبانو او پوهانو پښتو او پښتنو ته د ورپيښو ستونزو په باب ویناوې وکړې او د هغو پر بیلابیلو اړخونو يې رڼا واچوله.

له کوټې راغلي لیکوال و څيړونکي ډاکتر لیاقت تابان په اوسنیو ترینګلیو حالاتو کې دغه ډول غونډې د پښتنو د فکري هماهنګي او ذهني روښانتیا لپاره یو ښه اقدام وباله او د مثبتو لاسته راوړنو تمه يې څرګنده کړه:

″د دې ډول سمینارونو او غونډو ګټې په دې کې دي، چې له بیلابیلو سیمو راغلي پښتانه دلته یوځای سره کښیني، خپل نظریات، وړاندیزونه او غوښتنې له یوبل سره شریکې کړي، خپلې ستونزې بیان پر عواملو او حلا لارو يې غږیږي.

نوو هرکله چې موږ د یوبل له ستونزو خبر او پر عواملو يې وغږیږو نو ښکاره خبره ده، چې دحل پر لور يې ښه پرمختګ کیدی شي.″

سره له دې، چې یوشمېر ویناوالو د پښتنو راتلونکې تر نن هم تیاره وبلله خو ملتپاله سیاستوال نظیف خان بیا اوسنی وضعیت د ښې راتلونکې پيلامه وګڼله:

″پښتانه به نور له دې ستونزو نه ځان باسي، ځکه چې دا ستونزې نور زموږ لپاره د تحمل نه دي، ځکه نو زه وایم چې د پښتون افغان راتلونکې ډيره روښانه ده، دوه به سره یو کیږي، وطن به يې ازادیږي او د خپلې خاورې او خپل اختیار خاوندان به کیږي.″

په داسې حال کې، چې ډيری وینا والو د پښتو اوپښتنو د ټولو ستونزو پړه د وخت پر حاکمانو او نړیوالو قوتونو اچوله د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین بیا د پښتنو لاپرواهي، د فکري هماهنګۍ نشتوالی او ذهني وروسته پاتې والی د موجودو ستونزو اصلي لامل په ګوته کړ:

″د ترهګرۍ په دې دور کې ستاسو لیک هغه څه دي، چې ولس ورته اړتیا لري او تمه يې کیږي.
دا وخت موږ ته د وطن د ازادۍ، ابادۍ او د ترهګرۍ پرضد د غږ پورته کولو او د سولې منځته راوړلو نه پرته د بل هيڅ اجازه نه راکوي.

زه نور وخت نه لرم، ځکه چې زما خویندې میندې په وینو کې لمبیږي، زما ځوانان په یوه او بل نوم وژل کیږي، په جوماتونو او بازارونو کې مې ځانمرګي بریدونه کیږي کور مې ورانیږي، نو داهغه څه دي، چې موږ يې باید په نظم و نثر کې ځای کړو او د خپل قلم په زور يې مخه ونیسو.″

نوموړي پر پښتنو غږ وکړ، چې نور دې سترګې پرانیزي او په پوره هماهنګۍ او یوالي دې، دواړو غاړې ته د روانې ترهګرۍ ريښې له بیخه وباسي او په خپل کور کې بل شوی اور دې پخپله مړ کړي.

د کنفرانس په پای کې یو پریکړه لیک صادر شو، چې په کې د پښتنو او پښتني سیمو ستونزې په ګوته او د حل غوښتنه يې وشوه.

د دې کميټې غړي او ویاند ډاکتر منقاد الرحمان رودوال ځينې عمده پریکړې او غوښتنې داسې بیان کړې:

″پښتو نړیوال ادبي کنونشن په ټوله سیمه کې تپل شوې ترهګري غندي او د سولې و امن د هلو څلو ملاړ کوي.

په خاصه توګه د افغانستان و پاکستان دولتي چارواکي دې یو دبل په کورنيو چارو کې لاسوهنه بنده کړي.

قباییلي سیمو ته دې، د علاقه غیر پر ځای د ازادو قباییلو، قبايل یا قباييلي سیمو نوم وکارول شي.
پر ډیورنډ لاین دې قلموالو، ښځو، ماشومانو او په ځانګړې توګه ناروغانو ته د وزیزې پالیسې ختمه شي.″

دغه دوه ورځنی ادبي سمینار، چې د جمعې په ورځ د پيښور په نشتر هال کې پيل شوی و، د شنبې په ماخوستن په داسې حال کې پای ته ورسید، چې ټولو ګډونوالو په یوه خوله د ترهګرۍ پرضد شعارونه ورکول او په سیمه کې د امن او سوکالۍ غوښتنه يې کوله.
XS
SM
MD
LG