د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

د سوريې ګڼ خلک ترکیې ته کډه شوي دي


په سوريې کې د جګړې د زياتوالي له امله، روانه اوونۍ ګڼشمېر خلګ ګاوندي هيواد ترکيې ته اووښتي دي. د ترکيې د اضطراري پيښو ادارې ويلي دي، چې د پنجشنبې او د جمعې په ورځ د دريو زرو په شاوخوا کې کسان ترکيې ته ورغلي دي. په سوريه کې د جګړې له امله تر اوسه ۲۴ زره کسان ترکيې ته اووښتي دي.

د فرانسې خبري آژانس په وينا د سوريې په ګڼميشتي مرکزي ښار حمص کې د اسد د عسکرو له خوا د درنو ډزو ږغونه اوريدل کېږي او تور لوګي ترې پورته کېږي.

يو ويډيو يې فلم ښيي، يو کور چې اور په کې بل دی، يو کس نارې وهي وايي “خدايه زموږ سره مرسته وکړه.”

په لندن کې د سوريې د بشري حقونو د څار اداره وايي، چې د سوريې حکومتي ځواکونو د حمص په شمال کې د راستين پر ښار هم لومړی، د درنو وسلو او مشينګڼو حمله وکړه، وروسته پلي عسکرو له مخالفانو سره د جګړې لپاره د راستين ښار مرکزته حرکت وکړ.

فعالان وايي، چې حکومتي ځواکونو دمشق ته نيژدې د دوما، صقبا او عربين ښارونو کې له مخالفانو سره د ډزو تبادله کړې ده. په دغو ډزو کې درې وسلوال کسان و وژل شول.

حکومتي ځواکونه، د دوما ښار ته د پنجشنبې په ورځ داخل شول.

فعلانو، په تير يوه کال کې د سورې مرکز دمشق ته نيژدې ښارونو کې د مخالفانو پر خلاف د حکومت له خوا تازه بريدونه، تر ټولو سخت ګڼلي دي.

په دې وروستيو کې د حکومت او وسلوالو مخالفانو تر منځ د اوربند پلان جوړ شوی دی، دغه پلان د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې د خاص استازي کوفي عنان په منځګړيتوب جوړ شوی دی.

ښاغلي عنان د پنجشنبې په ورځ د دواړو لورو حکومت او اپوزسيون څخه د تاو تريخوالي د بنديدو غوښتنه وکړه. دی وايي:

“هرکله چې د سورې حکومت خپلې ژمنې عملي کړي، زه به د سوريې له اپوزسيون څخه هم د وسلوال خشونت د بنديدو غوښتنه وکړم او پر دې مواقفه شوې ده، چې د دې لپاره د ملګرو ملتونو د اغيزمن ميکانيزم اړتيا ده.”

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د پنجشنبې په ورځ وويل، سره له دې چې، راتلونکې پنجشنبې د سهار پر شپږو بجو اوربند پيليږي، خو په سوريه کې بحران نور هم مخ پر زياتيدو دی.
XS
SM
MD
LG