د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

"د ولسمشر کرزي حکومت په ناسم لوري روان دی"


د افغان حکومت سیاسي مخالفې ډلې ملي جبهه او ملي ایتلاف دا ځلي په ولسمشر یو اساسي انتقاد دا وو، چې په هېواد کې یي د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړې.

احمد ضیا مسعود اوعبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له ډموکراسۍ څخه د دفاع په نوم د یو شمېر مدني ټولنو په غونډه کې وویل، چې د ولسمشر کرزي حکومت په ناسم لوري روان دی او د ډموکراسۍ اصول یې په څرګنده ترپښو لاندې کړیدي.

د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود وویل، چې د سولې خبرې اترې هسې پلمې دي او د حکومت د ناسمو سیاستونو له امله خلک هم ورڅخه ورځ په ورځ لري کیږي:

"د اوسني حکومت ټوله پلمه د طالبانو، سولې او امنیت مسایل دي، ټول طالبان شل زره نه دي خو حکومت د ټولو خلکو غوښتنې او هیلې د دوي په واک کې ورکړي دي.

څنګه نه کیږي چې شل زره طالبان کنټرول او ونه ځپل شي،خونن د خلکو نږدیوالی د مرکزي حکومت په پرتله طالبانو تو ډیر دی."

ده وویل، د تیرو لسو کلونو په ترڅ کې د ولسمشر کرزي حکومت مهم چانسونه له لاسه ورکړل او افغانستان اوس ورځ په ورځ د ستونزو پر لور روان دی.

په عین حال کې د ملي ایتلاف مشر مشر ډاکټرعبدالله عبدالله هم په دې غونډه کې د ښاغلي مسعود په څیر پر ولسمشرکرزي او د هغه پر کاري ټیم سخت انتقادونه وکړل.

ډاکټرعبدالله وویل چې د سولې بهیر ناسم او غیرمنظم دې او همدا علت دی چې د ده په خبره نتیجه هم نه ورکوي.

د ملي ایتلاف مشر وویل چې حکومت د ښې حکومتدارۍ او د اداري فساد پرضد د مبارزې په برخه کې خپلې کړې ژمني نه دي عملي کړي او له همدې امله حتی خلک پر ډموکراسۍ هم بې باوره شوي دي:

"اساسي قانون تر پښو لاندې شو، بېلابېل نهادونه او د ډموکراسۍ پروسه کمزورې کیږي، ان که له خلکو نه وغوښتل شي چې ډموکراسي غواړئ هغوي وایي نه.

ځکه حکومت چې خلکو ته د ډموکراسۍ سمبول بلل کیږي څه یې کړي؟ قانون یې مات کړی،نا امني ده،اداري فساد دی،پروګرامونه نلري،بې عدالتي کیږي او دا ټول".

د ملي جبهې مشر چې د څوکلونولپاره د ولسمشرکرزي لومړی مرستیال وو او د تغییراو امید د ایتلاف رییس چې د څه مودې لپاره یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې تردې وړاندې هم په خپلو ویناوو کې د ولسمشرکرزي پرحکومت په ورته توګه انتقادونه کړي.

مونږ ډیره هڅه وکړه چې د دوی د دې تازه انتقادونوپه اړه د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر نظر هم واخلو خو د ولسمشرکرزي د ویاند یوه مرستیال دا ډول څرګندونې تکراري وبللې او په دې اړه یې له خبرو کولوڅخه ډډه وکړه.

خو تردې پخوا یوشمیرسیاسي څیړونکو د ښاغلي مسعود او ډاکټرعبدالله د دا ډول انتقادونو لامل د ولسمشرکرزي لخوا له حکومتي څوکیوڅخه د هغوی لرې کول بللي وو.
XS
SM
MD
LG