د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۱

"پاکستان دې د سولې په برخه کې عملي اقدامات وکړي"


افغان ولسمشرحامد کرزي یو وار بیا له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان د سولې په اړه د شوېو پریکړو په برخه کې د عملي اقدامات وکړي.

نوموړې دا خبرې د چارشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.

د ولسمشر کرزي اشاره له دې پریکړو څخه هغو ته چې په دې وروستیو کې اسلام اباد ته د نوموړې د سفر په ترڅ کې د پاکستاني لورې سره شوې دي.

په دې کې د وسلوالو طالبانو د مشرانو سره چې ویل کېږي، په پاکستان کې اوسیږي د خبرو د زمینې په برابرولو کې د پاکستان څخه د مرستې غوښتنه هم شامله وه.

په دې اړه د ولسمشر کرزي د ویندوې دفتر د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني له خولې ویلي، چې دوي په افغانستان کې د سولې په برخه کې شویو پریکړو ته ژمن دي.

په عین حال کې د یوسف رضا ګیلاني له دفتر څخه د پاکستان او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یو خپور شوي بیان کې د ګیلاني له خولې ویل شوي.

موږ په سیمه کې د سولې او ثبات په برخه کې او د افغانستان د پخلاینې په برخه کې خپل اهداف د ښې همکارۍ او د شریکو ګټو په پام کې نیولو سره ترلاسه کولی شو.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ټام نیډیز اسلام اباد ته تللی او هلته له پاکستاني چارواکو سره غږیدلی دی.

اسلام اباد ته د دې امریکايي ډیپلومات د سفر هدف د امریکا او پاکستان په اړیکو کې د هغې ترینګلتیا ختمول ښودل شوې دي، چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په اوږدو کې د بېلابېلو پېښو له کبله د دې هېوادونو د اړیکو د خړ پړتیا سبب شوه.

کله چې د تیرکال په مې میاشت کې د اسامه بن لادن درک په پاکستان کې ولګیده او هلته د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، نو دې خبرې د امریکا د استازو د مجلس غړي پر پاکستان په غوسه کړل.

ځکه دې هېواد د ۲۰۱۱ میلادي کال د سیپټمبر د یولسمې نیټې له بریدونو وروسته د تروریزم ضد جګړې په برخه کې د امریکا سره د مرستې په نوم له امریکا نه ۱۸ میلیارده ډالر ترلاسه کړي و.

له بلې خوا پاکستان د اسامه بن لادن پر کور د امریکايي ځواکو پوځي عملیات د دوی پر مځکنۍ بشپړتیا برید باله.

ورپسې بله پېښه په تیر نومبر کې رامنځ ته شوه چې د ناټو په بمبارۍ کې د مومندو په ایجنسۍ کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

له دې پېښې وروسته پاکستان له دې هیواد له لارې افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالاتي لاره وتړله او د هغې پوځي اډې څخه یې امریکایان وویستل چې ویل کېدل د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو لپاره کارول کېږي.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ټام ڼیډیز ویلي:

«موږ باور لرو چې کولای شو په خپلو اړیکو کې یو متوازن چلن خپل کړو، داسې چې د پاکستان ګټو او مځکنۍ بشپړتیا ته هم په کې درناوی شوی وي او زموږ د ملي امنیت په برخه کې یې زموږ د اندېښنو ځواب هم ویلي وي.»

نوموړې زیاته کړه موږ باید په ګډه کار وکړو چې پر شتو ستونزو لاس بري شو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پارلمان د امریکا سره د اړیکو د بیرته ښه کولو په برخه کې پر یو لړ سپارښتنو بحثونه کوي، په دې کې دا هم شامل دي چې په قبایلي سیمو کې دې د مشکوکو وسلوالو پر پټنځایونو د بې پیلوټه الوتکېو بریدونه چې بند شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال زیاته کړې ده، مو مختلف لید لوري لرو، او موږ باید د هغو مسلو چې په اړه یې داسې مختلف نظرونه موجود وي یو داسې حل را وباسو چې د دواړو هیوادونو په ګټه وي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني بیا ویلي چې اړیکې باید په دوه اړخیز درناوي او شریکو ګټو ولاړې وي.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان، امریکا، ناټو او په افغانستان د ناټو په مشرۍ د میشتو ځواکونو سره زموږ د اړیکو نوې اصول باید د پاکستان مځکنۍ بشپړتیا ته د درناوې پر بنسټ وي.

XS
SM
MD
LG