د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

"د دوو امریکایي سلاکارانو د وژلو پیښه لا څیړو"


صدیق صدیقي
صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت د هغه کس په نیولو کې تر دې دمه پاتې راغلې، چې په دغه وزارت کې دننه د دوو امریکایي سلاکارانو د وژلو اصلي مظنون بلل کیږي.

دغه کس، چې عبدالصبور سالنګي نومیږي د تیرې فبرورۍ د میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه په کورنیو چارو وزارت کې دننه دوه امریکایي سلاکاران، چې د دغه وزارت همکاران بلل کیدل ووژل او خپله وتښتید.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي که څه هم دا ومنله، چې دوي تر اوسه پورې په دې نه دي توانیدلي، چې دغه مظنون کس ونیسي، خو هیله مند دي، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې اړه ځینې پرمختګونه ولري:

(زموږ تحقیقاتي ادارې په ډیر جدي توګه په دې اړه کار کوي، په خواشینۍ سره دا کس تر اوسه پورې نه دې نیول شوې، خو هیله مند یم، چې په راتلونکو ورځو کې په دې برخه کې ښه لاس ته راوړنې ولرو.

په دې اړه جدي کار روان دې، تحقیقات هم روان دي او پولیس د ټول افغانستان په کچه لټون کوي.)

د دې پیښې په اړه شوې لومړنۍ څیړنې ښیي، چې دوه امریکایي سلاکاران په خپل دفتر کې د تفنګچې په ډزو سره وژل شوي او د کریمینل تخنیک معانیاتو وښودله، چې له کومې تفنګچې، چې ډزې شوې د صبور سالنګي وه.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې صبور سالنګي ددغه وزارت د استخباراتو د څانګې کار کوونکې وو.

که څه هم تراوسه پورې ددې پیښې اساسي انګیزه نده روښانه، خو پدې اړه د لومړینو څیړنو وروسته ویل شوي، چې دا پیښه تر ډیره کلام پاک ته د سپکاوي له وروستۍ پیښې سره تړاو لري.
د بل لوري کتونکي ددې پیښې انګیزه دومره هم ساده نه بولي، چې ویل کیږي، بلکه ددوی په وینا پدې پیښه کې د ځینو بانفوذه کسانو لاس ښکیل دې.

د امنیتي چارو کارپوه جنرال عتیق اله امرخیل ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د امریکایي سلاکارانو دفتر ته د صبور لاس رسې هم تر پوښتنې لاندې راوست او ویي ویل، چې دا کوم اسانه کار نه دې:

(یقینا د صبور سالنګي تر شا ډیر غټ قدرت وجود درلود،دا داسې عادي خبره نه ده.)

دا تریبا هغه څه دي، چې د صبور سالنګي له نیولو وروسته ممکن څرګند شي، چې پدې پیښه کې د نورو کومو کسانو لاس وو او ددې وژنې اساسي انګیزه څه وه.

په ورته وخت کې ددې پیښې په اړه بهرنیو ځواکونو هم له خپله اړخه تحقیقات پیل کړي وو، چې لا هم کومې نهایی نتیجې ته ندي رسیدلي.


دغه ځواکونه وایی، چې ددې پیښې په اړه دا تحقیقات روان دي، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یی ډډه کړې.

ځینې نور کتونکي د وژنې وخت ته په اشارې، چې کلام پاک ته د سپکاوي له پیښې وروسته په هیواد کې پراخ احتجاجونه روان وو پدې باور دي، چې ددې اقدام یو اساسي هدف د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستونزو زیاتول وو.
XS
SM
MD
LG