د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

موحد:د نشه یي توکو په قاچاق کې بهرنیان هم ښکیل دي


اوسمهال د سلګونو افغانانو تر څنګ چې د مخدره موادو د قاچاق په جرم محکوم شوي دي یو شمېر بهرنیان هم په همدې جرم محکوم او په زندانونو کې شپې سبا کوي.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې په تیرو څو کلونو کې درې دیرش تنه بهرنیان په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق په جرم په بند محکوم شوي دي.

ددې مرکز ویاند خالد موحد له ازادۍ راډیو سره په مرکې کې وویل، چې زیاتره دغه کسان د ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان او تاجکستان اتباع دي:

"له ۱۳۸۶ کال نه تر اوسه پورې ټول ۳۳ بهرني اتباع چې د کشفي ارګانونو د پولیسو له خوا نیول شوي دي، دوسیې یې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي، په دې کسانو کې ښځې او نارینه شامل دي.

د ایران، پاکستان، تاجکستان او ځینو نورو هیوادونو لکه افریقايي هیوادونو اتباع دي. او په روان کال کې موږ اوه بهرني اتباع محکوم کړي دي چې درې یې ایرانیان دي، یو یې د تاجکستان او نور یې د پاکستان اتباع دي."


د نوموړي په وینا سږ کال له اوو محکوم شویو بهرنیانو څخه د دوو ښځو په ګډون درې یې ایرانيان دي چې له لسو کلونو په ډیر بند محکوم شوي او درې نور پاکستان ، یو تاجک له اولسو کلونو نه په ډیر بند محکوم شوي دي.

د موحد په وینا دغه بهرني اتباع اکثره یې په ګډو پولو د مخدره موادو د قاچاق په وخت کې نیول شوي دي.

که څه هم ویل کیږي چې د افغانستان له مخدره موادو نه ډیره ګټه بهرنیان اخلي خو ددغو بهرنیو محکوم شویو کسانو شمیر د هغو افغانانو په مقایسه ډیر لږ دی چې هر کال د افغان دولت له خوا محکوم کیږي.

د ښاغلي موحد په وینا په تیرو یولسو میاشتو کې ددغه مرکز له خوا ۶۷۶ افغانان د مخدره موادو د قاچاق په جرم په بند محکوم شوي دي.

نوموړي وویل چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د مخدره موادو د قاچاق بانډونو له کوچنیانو نه په قاچاق کې ګټه اخیستل ډیر کړي دي:

"په اوس وخت کې په اکثرو پیښو کې قاچاقبرانو هڅه کړې چې له کوچنیانو ګټه واخلي، ځکه دوی له حقوقي پلوه له قضايي اسانتیاوو څخه برخمن کیږي، له بده مرغه زموږ عدلي او قضايي مرکز د کوچنیانو د دوسیو د څیړلو صلاحیت نه لري، خو لکه څرنګه چې له ماشومانو ګټه اخیستل یو معمول کار ګرځیدلی، هڅه روانه ده چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ د ماشومانو د جرمي دوسیو د څیړلو صلاحیت هم پرغاړه واخلي."

د افغانستان د قانون له مخې د مخدره موادو کرونکي او قاچاق کوونکي ته له یو نیم او دوو کلونو څخه تر شلو کلونو بند ټاکل شوی دی.

د افغانستان حکومت په هیواد کې د مخدره موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره د څو کلونو راهیسې یو ځانګړی عدلي او قضادي مرکز جوړ کړی.

خو د افغان دولت او نړیوالې ټولنې له دغو هلو ځلو سره سره په افغانستان کې د مخدره موادو تولید او قاچاق دومره نه دی راکم شوی او دغه هیواد لا هم د مخدره موادو تر ټولو ستر تولیدونکی بلل کیږي.
XS
SM
MD
LG