د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

د مسلکي ښوونکو د کموالي لپاره نوي اقدامات پیل شول


په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو کموالی هغه ستونزه ده، چې تل ورڅخه شکایت کیږي، خو د پوهنې وزارت د دې ستونزې د حل لپاره نوي اقدامات پیل کړي دي.

دې وزارت د چهارشنبې په ورځ د کابل په ګډون په دیرشو ولایتونو کې له شلو زرو تنو څخه چې لیسانس او څوارلسم پاس وو، ازموینه واخیسته چې له دې ډلې څخه به نږدې نهه زره تنه ښځې او نارینه د ښوونکو په توګه جذب شي.

د پوهنې وزارت مرستیال محمد صدیق پتمن په کابل کې له څلورو زرو تنو څخه د ازموینې د اخیستو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې ګډونوال په خپله خوښه مسلک او ښوونځي ټاکي او له خپلې خوښې سره سم به ښوونځیو ته د ښوونکو په توګه معرفي شي:

"دا هم د ښوونکو یوه ازموینه ده او هم یوه داسې ارزیابي ده چې موږ کولای شو د هېواد په سطح کدرونه پیدا او په دندو یې وګمارو.

له دې وروسته هر کال یو ځل د ښوونکو د مقررۍ لپاره ازموینه اخیستل کیږي ترڅو د ښوونکو د ګمارلو کار اسانه شي.

دا مهال موږ د نورو ستونزو ترڅنګ په نږدې دوه سوه ولسوالیو کې مسلکي ښوونکې نه لرو او د اجیر په توګه ښوونکي ګمارل شوي."

د مسلکي ښوونکو د غوره کولو په دې سیالیو کې له نیمروز، زابل، نورستان او پکتیکا ولایتونو څخه چاه برخه نه وه اخیستې، د پوهنې وزارت وایي چې په دې ولایتونو کې د لیسانس او څوارلسم پاس په سویه دې پروسې ته چاه نوم نه وو لیکلی.

په کابل کې په دې ازموینې کې ګډون کوونکو د ازموینې د اخیستلو له بهیر نه خوښ وو او ویې ویل، چې په شفاف ډول ترسره شو خو دوي اندیښنه وښوده چې ښایي د ازموینې د پاڼو په ارزیابۍ کې حق حقدار ته ونه رسیږي:

" ۱- زه هیلۍ صافۍ یم،د ښوونې او روزنې د دیني زده کړو له څانګې څخه فارغه شوې یمه،مونږ بریالی کیدو ته ډیرې هیلې لرو خو د وزارت مسوولینو پورې اړه لري چې څومره شفافیت په پام کې نیسي،باید هغه کسان چې مستحق دی هغوی په دې ازموینه کې لاره ومومي.

۲- زه لال اغا نومیږم او د ننګرهار له عالي دارالمعلمین څخه فارغ شوی یم،زما په ګمان یوازې په سلو کې شل زمونږ او پاتې د واسطه لرونکو چانس دی.

په افغانستان ادارې له فساد څخه ډکې دي مونږ په دې ازموینه باور نلرو خو بیا هم راغلي يو چې په ازموینه کې برخه واخلو،هیڅکله زمونږ شکایت چاه نه دی اوریدلی."

خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون رییس ډاکټراحمد مشاهد ډاډ څرګند کړچې دا پروسه په مرکز کابل او ولایتونوکې د دوی،ولایتي شوراګانو او ځینو نورو ښکیلو ارګانونو لخوا په جدي توګه څارل کیږي او له پوهې پرته هیڅ ډول اړیکې او خپلوي به پکې په پام کې ونه نیول شي.

د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دا مهال دوه لکه اته دیرش زره تنه د ښوونکو په توګه دنده ترسره کوي چې د دې وزارت د چارواکو په خبره یوازې په سلو کې څلویښت یې مسلکي ښوونکي دي،په ښوونځیوکې زده کوونکي هم تل د درس له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.

دا وزارت هم د مسلکي ښوونکو کموالی د یوې جدي ستونزې په توګه مني خو وایی چې د حل لپاره یې هلې ځلې پیل شوي او له دې وروسته به هرکال د مسلکي ښوونکو د غوراوي لپاره په ملي سطح یوځل ازموینه واخستل شي.
XS
SM
MD
LG