د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

لیټل:د شپې عملیاتو په اړه د یوه تړون لاسلیک ته نژدې یو


امریکایي چارواکې وایي، افغان حکومت او د امریکا متحده ایالات د هغه مهم تړون لاسلیک ته نږدې شوې چې له مخې به یي د شپې د عملیاتو بشپړ کنترول افغانانو ته ورکول شي او په دې کار سره به په راتلونکي مې میاشت کې د امریکا په شیکاګو ښار کې د ناتو په مشریزې غونډې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې ستراتیژیکې همکارۍ د تړون لاسلیک ته لار هواره شي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، د امریکا د دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر مشر جورج لیټل د سې شنبې په ورځ په یوه خبرې کنفرنس کې وویل، زما په اند، د شپي د عملیاتو په اړه د یوه تړون د لاسلیک په کار کې د پرمختګ په حال کې یو،ښاغلي لیټل د مسلې د حساسیت له وجې زیاتې څرګندونې ونکړې.

ورځپاڼه لیکې: د دغه تړون په لاسلیک کیدو سره به د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږدې مودې لانجه حل شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له اوږدې مودې راهیسې په وار وار د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا په افغانستان کې د شپې د عملیاتو د بندولو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼې د ولسمشر د ملي امنیت د مرستیال سلا کار شیدا محمد ابدالي خبره راخیستي چې وایي، د امریکا متحده ایالات به په یوه شکل د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، خو افغانان به د ټولو عملیاتو مشري کوي.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت نظر هم راخیستي چی وایي، پدي تړون کې مهم شی دادی چې د شپي له خوا عملیات به زمونږ په ملاتړ سره دوام وکړې او دا به د افغانستان د قانون په چوکاټ کې پرمخ وړل کیږي.

ټاکل شوې وه، چې دا تړون د اپریل په څلورمې د چهارشنبې په ورځ لاسلیک شوای وای، خو په وروستۍ مرحلې کی مخالفت پیداشو او هغه دا چې امریکايي ځواکونه به هغه افغان بندیان چی د شپې له خوا د ګډو عملیاتو په جریان کې نیول کیږي، د څومره وخت لپاره په بند کې ساتې.

امریکا غواړي، له بندیانو څخه د وسله والو د شبکو او فعالیتونو په اړه د استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو په مقصد تحقیقات وکړې، خو افغان حکومت وایي، بندیان باید د دوي په واک کی وې.

امریکایي چارواکو دا مسله بي اهمیته بللې او باور لری چی دشپی د عملیاتو په اړه به ډېر ژر له افغان چارواکو سره تړون لاسلیک کړې.
XS
SM
MD
LG