د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

د ږوب ځوانانو تر کوټې پورې اوږد لاريون پيل کړى


د بلوچستان له ږوب سيمې څخه د ځوانانو د يوې اتحاديې شاوخوا اتيا تنو له تېرو دوولسو ورځو راهيسې د کوټې ښار پر لور يو اوږد لاريون پيل کړى دى، چې د ډېرو ځوانانو پښې ټپي ټپي دي، خو لا يې هم کوټې ته په رسېدو کې د څو ورځو مزل پاته دى. دغه ځوانان له حکومته غواړي چې ږوب سيمې ته دې ګاز ورکړي او له خيبر پښتونخوا ايالته ده ورته برېښنا ورکړي.

د بلوچستان د شمالي سيمې ږوب لسګونه ځوانان د مارچ له څلرويشتمې نېټې راهيسې مخ پر کوټه پياده روان دي او له حکومته غواړي چې سيمې ته دي يې د ګازو نل ليکه وغزوي او له خيبر پښتونخوا ايالته دي ورته برېښنا ورکړي.

د دوي د اوږده لاريون دوولس ورځې شوې دي، خو دوى لا هم پر لاره دي او تر کلاسيف الله، نسۍ او مسلمباغ سيمو تېر شوي دي.

د سې شنبې په ورځ مي په کاڼ مهترزۍ سيمه کې د دې لاريون ګډونوال شيخ اشرف مندوخېل وپوښت، نوموړي وويل، ځينو ايالتي وزيرانو ورسره ژمنه کړې، چې اسمبلۍ ته به د ږوب لپاره د ګازو د ورکولو قرارداد وړاندې کوي:

"موږ له څلرويشتم مارچ غرمه پر يوه بجه له ږوبه را وتلي يو، خلکو د قران پاک تر پاى و ايستلو، خلک هم څو کېلوميټره راسره راغلو، پر لارې مو شپې هم کړې دي، د سيمې خلکو او سياسي ګوندونو زما د لاريون هرکلۍ کړى دى، موږ به کوټې ته ځان رسوو او د خپل حق غوښتنه به کوو."

د دغو ځوانانو پښې په ډېر مزله تڼاکې شوې او وينې وينې دي. د ځوانانو د اتحاديې له مشر او د دې لاريون له مخکښ عبدالله جان کاکړه مي وپوښتل چې آيا دوى دغه ټول مزل چې شاوخوا درې نيم سوه کېلوميټره لار ده، په پښو کوي که څنګه؟

"ټول مزل مو په پښو کړى، ځوانان کله کله بې هوښه سي خو بيرته چې پر هوښ راسي بيا مزل ته دوام ورکړو، يو سړى هم په موټر کې نه سپرېږو، موږ د سړک پر څنډه خپل مزل کوو او خلکو ته ستونځه نه جوړوو."

د لاريون يو بل ګډونوال محمديار خان مندوخېل وايي په دې لاريون کې له ږوبه تر کوټې پورې د ټولو پښتني سيمو د ولسونو ملاتړ ورسره دى او کوټې ته په رسېدو سره به د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته او په ښار کې هم لوى لاريونونه وکړي:

"زموږ غوښتنې دا دي چې له "چشمه بېراج" برېښنا بنده دي د خيبرپښتونخوا پر لاره زموږ سيمې ته برېښنا راکړل شي، زموږ ځنګلونه ټول تباه شول، موږ ته دي ګاز هم راکړي، د همدې دوو غوښتنو لپاره موږ دغه احتجاجي لاريون پيل کړى دى، خلک زموږ ملاتړ کوو، موږ هيله من يو چې دا ويده حکومت به را ويښ شي او موږ ته به خپل حق راکړي"

په لاريون کې اکثره ځوانان له شل کلنۍ تر دېرش کلنۍ عمرونه لري. دوى په خپل لاريون کې د پاکستان بيرغونه هم را اخيستي وي او وايي چې د پاکستان تېرو واکمنانو هم ورسره ژمنې کړې خو سيمه يې لا هم له ګازه بې برخې ده. محمديارخان مندوخېل وايي:

"ږوب سيمې ته د ګازو د نل ليکې د غزولو اعلان ذوالفقار علي بوټو، ضياءالحق، بې نظيربوټو، نوازشريف، شوکت عزيز، پروېز مشرف او پخواني اعلى وزير جام يوسف کړى دى، خو موږ نن هم په دې يوويشتمه پېړۍ کې له هر ډول اسانتياوو بې برخې يو، موږ خپل حق لومړى په سمه توګه د احتجاج په وسيله غواړو، که مو غوښتنې ونه منل شوې، بيا به د لوږې په اعتصاب لاس پورې کوو"

سره له دې چې دا لاريون د ځوانانو دى خو په دې لاريون کې يواځينى يو لس کلن ماشوم هم ورسره ملګرى دى چې له ستومانۍ يې خبرې هم نه شواى کولاى، دغه په خپله ماشومه ژبه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې په دې دوولس ورځني مزل هيڅ ستړى سوى نه دى:

"افتخار نومېږم، اېکړ "يواځينى " ماشوم يم چې له ږوبه تر کوټې مزل کوم، ستړى نه يم، کله په موټر کې کله په پښو ځم، زه ګاز له کوټې او برېښنا له خيبرپښتونخوا غواړم، موږ په تياره کې سبق نه شو ويلاى"

لاريون کوونکېو ځوانانو شکايت کاوه چې وايي په تېرو دوولسو ورځو کې پاکستاني مطبوعاتو خصوصاً ټلويزنونو د دوى اوږد لاريون بېخي له پامه غورځولى او هيڅ يې د دوى ږغ تر لوړو مقاماتو رسولى نه دى.

د يادونې وړ ده چې په ږوب کې د ګازو د نشتوالي له امله خلک له کلونو راهيسې د سون لپاره لرګي کاروي چې د سيمې طبعي ځنګلونه يې اوس مخ پر ختمېدو دي او د برېښنا د هر وخت نشتوالي له امله د خلکو ژوند له ستونځو سره مخامخ دى.

بارکوال مياخېل- ږوب
XS
SM
MD
LG