د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

یوسفزی:حافظ سعید له القاعده سره هم اړیکي لري


تیره ورځ د امريکا متحدو ایالاتو د پاکستان د یوې سخت دریزې وسله والې ډلې د مشر پرسر د لس میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړه.

متحد ایالات وايي، هغه چاته به لس ملیونه ډالره جایزه ورکړي، چې د یوې سخت دریزې ډلې مشر حافظ سعید ونیسي او یا يي په نیولو کې مرسته وکړي.

حافظ سعید د یوې سخت دریزې ډلې مشر دی.

د دې ډلې په باب ویل کیږي، چې القاعده او نورو سخت دریزو وسله والو ډلو سره نژدې اړيکې لري.

پر نوموړي تور دی، چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند پر تاج هوټل برید دده د ډلې وسله والو کړی و.

په دې برید کې ۱۶۶ تنه ووژل شول. هغه مهال هندوستان هم د دې برید مسوولیت د حافظ سعید او د ده پر ډله واچاوه.

په پيښور کې د ازادي راډیو خبريال له لیکوال او ژورنالیست عقیل یوسفزي سره چې پر سخت دریزو پاکستاني ډلو يې څو کتابونه ليکلي مرکه کړې او په پيل کې یې د حافظ سعید په باب د هغه نظر پوښتلی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:19 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG