د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

امریکا او افغانستان د شپې عملیاتو په اړه موافقې ته نژدې شوي


د امریکا د دفاع د وزارت یو مقام وايي، افغان حکومت او متحده ایالات د شپې له خوا د عملیاتو د څرنګوالي د بدلولو په اړه موافقې ته نژدې شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د پنتاګون د دغه مقام په حواله چې د خپل نوم نه اخیستو په شرط يې څرګندونې کړي، وايي د دغې موافقې له مخې به د دغو عملیاتي مشري افغان ځواکونه کوي.

افغان حکومت او خلکو د بهرنیو ځواکونو له خوا په افغانستان د شپې پر عملیاتو سخت انتقادونه کړي او د خلکو د کورنو په تالاشۍ او نیونې کلکه غصه څرګنده کړې ده، خو ناټو او په خاصه توګه متحده ایالات ټنیګار کوي، چې د طالبانو پر ضد جګړه کې د شپې له خوا ترسره کېدونکې عملیات مهم رول لوبوي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، چې داړوه خواوې په عمومي ډول په دې سلا دي چې د شپې له خوا د عملیاتو د مشرۍ چارې باید د افغان ځواکونو پر غاړه وي او د دغو عملیاتو لپاره باید د افغان قضايي سیستم له خوا امر موجود وي، خو د هغه په وینا د شپې د عملیاتو پر مهال د مشکوکو کسانو د نیولو او له هغوي څخه د تحقیقاتو په برخه کې د کابل او واشنګټن تر منځ یو څه اختلافات لا موجود دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو غندنه او د هغې د بندیدو غوښتنه کړې ده.

د نوموړي په وینا دغه شان یو شمېر عملیات د افغانستان له ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا خلاف ترسره کېږي.

د رویترز خبري اژانس په وینا متحده ایالات هڅه کوي، چې په مۍ میاشت کې په شیکاګو کې د افغانستان په اړه د ناټو له غونډې دمخه له کابل سره د ستراتیژیکو همکاریو د تړون په باب ځنډیدلې خبرې پیل او موافقې ته ورسیږي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې پرون په وریجینا کې د ناټو یوې غونډې ته وویل، چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې به بهرنۍ ځواکونه په افغانستان کې د خپل ماموریت د بڼې په بدولو پیل وکړي او تر ۲۰۱۴میلادي کال پورې به د افغانستان ټول امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

نوموړې زیاته کړه، یوه کم اندازه سرتیرې به د افغانستان د حکومت د بلنې پر اساس پاتې وي، څو له افغان ځواکونو سره د روزنې او سلا مشورو په برخه کې مرسته وکړي، خو د میرمن کلنټن په وینا امریکا په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو غوښتونکې نه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې دا ومنله، چې دا مهال د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکې له سختې مرحلې تیریږي.
XS
SM
MD
LG