د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

"افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوو"


د پاکستان سفیرمحمد صادق
د پاکستان سفیرمحمد صادق
په دې غونډه کې یو ځلي بیا تروریزم د افغانستان او پاکستان ګډه ستونزه وبلل شوه او ټینګار وشو، چې دواړه هېوادونه باید په ګډه د هغې په وړاندې مبارزه وکړي.

دا غونډه د پاکستان د تړون د ملي ورځې د لمانځلو په هدف د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان په سفارت کې جوړه شوې وه، چې په کې په لسګونو جګپوړو افغان چارواکو ګډون کړې وو.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین غونډې ته په خپله وینا کې دا باور څرګند کړ، چې پاکستان په دې برخه کې همکاري کولې شي:

«نن د پاکستان ملت د افغانستان د ملت په څېر له تروریستی اعمالو دردیږي هیله مند یو، چې دواړه ملتونه ګډې همکارۍ سره په دې مبارزه کې بریالی شي.

په یقین سره د پاکستان ستر ملت او حکومت د افغانستان لپاره د سولې په راوستلو کې کولای شي، چې ښه رول ولوبوي، هیله ده دا رول په ښه توګه ادا کړي.»

تر دې مخکې د پاکستان سفیر هم په خپله وینا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو او د همکاریو په څرنګوالي خبرې وکړې.

په افغانستان کې د پاکستان سفیرمحمد صادق وویل، چې هېواد یی په ځینو نورو برخو کې د همکاریو ترڅنګ د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر او د امنیتي مسؤلیتونو له لیږد نه بشپړ ملاتړ کوي:

«پاکستان، افغان ځواکونو ته د مسئولیتونو د لیږد له لړۍ څخه ملاتړ کوي د افغان ځواکونو د ظرفیتونو لوړول کولای شي، دا کار په ښه توګه ترسره کړي،همدارنګه موږ د افغانستان د ثبات لپاره د سولې له روانو هڅو ملاتړهم کوو .»

خو دا هغه څه دي، چې افغان کتونکي ورته د شک په سترګه ګوري او دغه هېواد تورنوي، چې تل یي په افغانستان کې لاس وهنه کړې او د جګړې د دوام اسباب یي برابر کړي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي وایي، چې له پاکستان نه د داسې همکاریو تمه بې ځایه ده:

« دوي د هېواد په چارو کې د پاکستان له لاسوهنو لکه چې خبر نه دي، باید په خپلو خبرو بیا کتنه وکړي، دا چې وایي، پاکستان به موږ سره مرسته وکړي، دا یوه بیځایه تمه ده.»

په ځینو مواردو کې افغان حکومت او نړېوالې ټولنې هم د پاکستان همکاریو ته د شک په سترګه کتلې او ویلي دي، چې دغه هېواد تر ډیره د تروریزم په وده کې مهم رول لوبولې دې.

پاکستاني ډيپلوماټان د سولې له بهیر سره د همکارۍ او د هغې د ملاتړ ډاډ په داسې حال کې ورکړې، چې همدا اوس د افغان دولت د وسله والو مخالفینو مشران په دغه هېواد کې دي او هر ډول امکانات ورته برابریږي.

راپورخان محمد سیند
XS
SM
MD
LG