د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

افغان حکومت د ۴ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي



که څه هم د محلي ارګانونو ځینې سرچینې دا بدلون له شویو شکایتونو سره تړلې بولي، خو د دې ادارې د رسنیو د څانګې مسؤل سید انتظار خادم بیا دا یو عادي بهیر بولي.
که څه هم د محلي ارګانونو ځینې سرچینې دا بدلون له شویو شکایتونو سره تړلې بولي، خو د دې ادارې د رسنیو د څانګې مسؤل سید انتظار خادم بیا دا یو عادي بهیر بولي.
د افغان حکومت له خوا د والیانو د بدلون لپاره دا اقدام په داسې حال کې شوې، چې د ځینو والیانو په اړه شکایتونو زور اخیستې وو.

که څه هم د محلي ارګانونو ځینې سرچینې دا بدلون له شویو شکایتونو سره تړلې بولي، خو د دې ادارې د رسنیو د څانګې مسؤل سید انتظار خادم بیا دا یو عادي بهیر بولي.

ده، چې له ازادۍ راډیو سره یي په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې، هیله څرګنده کړه، چې د دغه بدلون په راوستلو سره به د خلکو رضایت ترلاسه کړای شي:

"موږ هیله لرو لکه څنګه چې په دغو تیرو پنځو کلونو کې دوي د خپل ملت لپاره کار کړی او په راتلونکې کې به هم له خپل هنر او خپلې تجربې د دغه ملت په مقابل کې ګټه پورته کړي، کوم تصمیم چې د سیمه اییزو اورګانونو خپلواکې ادارې او د ریاست جمهوري د دغو والیانو په حق کې نیولی، نو د دغو والیانو شخصیت، محلي نفوس او کاري سابقه دا ایجاب کوي او موږ ته دا په ګوته کوي چې انشاالله دوي به په خپلو کارونو کې کامیابه او موثره واوسي."

د دغه بدلون له مخې د پکتیکا پخوانې والي ډاکټرمحمد اکرم خپلواک د فراه د والي په توګه، د خوست د والي پخوانې مرستیال طاهر خان صبري د لوګر د والي په توګه، امیر محمد اخندزاده د ارزګان او عبدالجبار حقبین د سرپل د والي په توګه ټاکل شوي.

د سرپل د پخواني والي سید انور رحمتي یو له هغو والیانو څخه وو، چې ځایي خلکو یی په خلاف څو څو وارې واټونو ته راوتلي وو او د هغه د بدلون غوښتنه یې کوله.

دا، چې دا نوې بدلون به څومره د خلکو رضایت ترلاسه کړي اوس څرګنده نه ده، خو کتونکي لا د مخه دغه بدلون یو نمایشې عمل بللې دې.

احمد سعیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا نوي ټاکل شوي کسان هم د دې جوګه نه دي، چې کوم کار وکړای شي:

"دا مقرري او تغیر او تبدیل د بهبود لپاره نه دي، زه باور نه لرم هغه والیان چې بیرته تبدیل شوي په کور کې به ناست وي، پخوانی تجربې ښيي چې په تیرو لسو کلونو کې پرته د مزار، هلمند، هرات له والیانو او تر یو اندازې ګل اغا شیرزی هم ښه دی نورو والیانو خو یواځې خپل جیبونه ډکول، دا کسان به هم خپل جیبونه ډک کړي."

په افغان دولت یو اساسي انتقاد دا موجود دې، چې په ډیرو کمو مواردو کې نوي څیرې وړاندې کوي او تر ډیره د بیلابیلو کړیو د خوشحالولو لپاره هڅه کوي یو والي بل ځای او بل بل ځای ته تبدیل کړي.

دا انتقاد په داسې حال کې کیږي، چې د ډیرو کتونکو په وینا پخوا رامنځ ته شوي بدلونونو کومه مثبته نتیجه نده ورکړې او یوازې هغه کړۍ یی خوشحاله کړي، چې په حکومت کې شاملې دي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG