د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ایران کې د "سیزده به در" له لمانځلو افغانان منع شوي


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ایران د نوروز د« سیزده به در» د مراسمو د لمانځلو په غونډو کې افغانانو ته اجازه نه ورکول، د انساني حقونو سرغړونه ګڼي او وایي، چې که دا اقدام رښتیا وي، له ایراني دیپلوماتانو سره به یي مطرح کړي.

د دې وزارت سلاکار جلال نوراني د دوشنبې په ورځ ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل:

«که دا موضوع رښتیا وي، چې په ایران کې افغانان د ایران د جشنونو په مراسمو کې له ګډون څخه منع شوي، پرې خواشیني کیږي، دا به وپوښتو او له ایراني دیپلوماتانو سره به يي شریکه کړو، څو افغانان له داسې فرهنګي حقونو څخه بې برخې نه کړي.»

ده دا هم وویل، افغان حکومت او ولس، تل د خپلو ملي او دودیزو مراسمو د لمانځلو په غونډو کې د ایرانیانو هرکلۍ کړی او هر ډول اسانیتاوې ورته برابرې کړی دی او له ایراني چارواکو دا هیله نه لري، چې افغانان دې د ایران په ښارونو کې په دودیزو مراسمو کې له ګډون څخه منع کړي.

ایرانیان هر کال د حمل دیارلسمه، د« سیزده به در» د ورځې په نوم په ځانګړو مراسمو، په پارکونو کې لمانځي، خو د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې سږ کال یي په ایران کې میشت افغاناتو ته اجازه نه ده ورکړې، چې په دی مراسمو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د ملي شورا یو شمېرغړو هم دا عمل غندي او وایي، چې فرهنګي میراثونه انسانانو پورې اړه لري او د بشر د حقونو او نړېوالو نورمونو له مخې، هر انسان حق لري چې ویي ویني او خپل احساس یي په هکله څرګند کړي.

د ولسي جرګې غړی نصراله صاقي نیلی زاده ازادۍ رادیو ته وویل:

«دا راپور مو له رسنیو واورید که دا کار شوی وي، دا د انسان پر وړاندې د تبعیض ښکارندویي کوي.»

ځیني راپورونه ایران د افغانستان په کورنیو چارو پر لاسوهنو او د افغان دولت له مخالفو وسلواله سره په مرستو تورنوي.

همدارنګه ویل کیږي چې افغان کډوالو ته اوس هم په ایران کې د ښوونې او روزنې، روغتیا او مناسبو اوسیدو لازم حق نه ورکول کیږي.

له ایران څخه ګڼ شمېر راستانه شوي افغانان په ایران کې، دوي سره د امنیتي ځواکونو له ناوړه چلنده شکایت کوي.

راپورونه دا هم وایي، اوس هم د ایران په زندانونو په سلګونو داسې افغان بندیان پراته دي چې عدلي او قضایي حقونه نه دي ورکړل شوي، په ځینو یي د اعدام حکمونه شوي او عملي شوي هم دي.

راپور خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG