د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

"د پارلمان د خالي څوکیو لپاره په ټاکنو کې بریالي شوي یو"


د میانمر سیاسي مشرې او د نوبل جایزې ګټونکې انګ سانسو چې
د میانمر سیاسي مشرې او د نوبل جایزې ګټونکې انګ سانسو چې
د میانمر یا پخوانۍ برما مخورې سیاسي مشرې انګ سانسوچي د دې هېواد د پارلمان د خالي څوکیو لپاره په ترسره شوو انتخاباتو کې د بریالیتوب ادعا کړې ده.

سانسو چي خپلو زرګونو پلویانو ته چې د هغې د دفتر مخې ته راغونډ شوي وو، وویل هیله منده ده چې کامیابي به يې په میانمر کې چې له اوږدې مودې راهیسې تر فشار لاندې و، د یوه نوي دور پیل وي:

"هیله منده یم چې دا د یوه نوي دور چې په کې په ورځنیو سیاستونو کې د خلکو په ونډې ټینګار وشي، پیل وي.

دغه را زهیله لرم، چې د ملي روغې جوړې په بهیر کې هم پرمختګ وکړو."


که څه هم چې د ترسره شوو انتخاباتو رسمي نتیجه لا نه ده اعلان شوې او ښايي دا پروسه څو ورځې وخت ونیسي خو د میانمر خلکو له دې انتخاباتو هرکلۍ کړی او د انګ سانسو چي په کامیابۍ يې خوښې څرګنده کړه.

د نوموړې د پلویانو له خوا غیر رسمي نتیجي ښيي چې د حکومت اپوزوسیون د پارلمان له ۴۵ خالي څوکیو څخه ۴۳ ګټلي دي.

د میانمر پارلمان په مجموع کې ۶۶۴ څوکۍ لري او وروستي انتخابات په دغه هیواد کې له څو لسیزو وروسته ترسره شوي دي، خو پوښتنه دا ده چې ایا د اپوزوسیون وروستۍ کامیابي به وکولای شي چې په دغه هېواد کې چې له کلونو راهیسې په کې پوځ په قدرت کې دی، د واک توازن رامنځته کړي.

د میانمر د ډموکراتیک ګوند غړی اوتهو وای وايي په پارلمان کې د ۴۵ نویو وکیلانو شاملیدل به کوم لوی بدلون رامنځته نه کړي خو لږ تر لږه په پارلمان کې به د ولس غږ پورته کړي:

"دا ۴۵ څوکۍ د نورو څوکیو په مقابل کې ډیرې کمې دي.دا نوي وکیلان به کوم اغیز ونه لري خو په پارلمان کې به غږ پورته کړي."

د میانمر د انتخاباتو اروپايي څارونکو دا پروسه د قناعت وړ بللې ده خو ددې څارونکو مشر له دې انکار وکړ چې ګني دا پروسه له بشبړ اعتبار څخه برخمنه وه.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د میانمر خلکو ته ددغو انتخاباتو له امله مبارکې ویلې ده.

میرمن کلنټن په استنبول کې خبریالانو ته وویل د ماینمر انتخاباتو وښوده چې حتې په ډیر قیدو ټولنو کې هم اصلاحات رامنځته کیداۍ شي.

خو د بشري حقونو د څارنې د سازمان یو غړی وايي د هغه په باور دا انتخابات په میانمر کې دستونزو پای نه دی او دا هیواد لا هم د کلونو ستونزمنه لار په مخکې لري.

ډیوډ سکاټ اسوشیټیډ پریس اژانس ته وویل ددې لپاره چې د میانمر په اساسي قانون او قضايي ځواک کې اصلاحات راشي، سیستوماتیک اداري فساد له مینځه لاړ شي،اقتصاد پیاوړۍ او د بشري حقونو ستونزې ختمې شي، کلونو ته اړتیا ده.
XS
SM
MD
LG