د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

زلمی رسول به له قطري چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول به د قطر له مقاماتو سره په افغانستان کې د سولې د پروسې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په باب وغږیږي:
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول به د قطر له مقاماتو سره په افغانستان کې د سولې د پروسې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په باب وغږیږي:
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر نن قطر ته ځي او ټاکل شوې چې سبا له قطري مقاماتو سره په دې هېواد کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستو په اړه خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، ډاکتر زلمی رسول به د قطر له مقاماتو سره په افغانستان کې د سولې د پروسې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په باب وغږیږي:

"په قطر کې د طالبانو د دفتر مسایل،او هغه مسایل چې په افغانستان کې د سولې په پرمختګ پورې تړلي او باید مشوره ورباندې شوې وای هغه مسایل دي چې قطر ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په سفر کې به دواړه لوري خبرې ورباندې وکړي."

په عین حال کې د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطا الله لودین ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوي د شورا د دارلانشا مشر به له زلمي رسول سره د قطر په سفر کې ملګرۍ وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې قطر ته ځي طالبانو څو ونۍ دمخه له امریکا سره د خپلو خبرو د دریدو اعلان وکړ.

طالبانو ویلي له ګوانتنامو څخه ددوي د یو شمیر زندانیانو د خوشې کیدو پر سر له امریکايي مقاماتو سره د اختلاف له امله دوي دا بهیر درولی دی.

خو بل لور ته د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسول اسمعیل قاسمیار له ګوانتنامو زندان څخه د طالب بندیانو د خوشې کیدو د موضوع په اړه ازادۍ راډیو ته وویل چې امریکا د یوشمیر طالب بندیانو له خوشې کیدو سره موافقه کړې، خو په دې برخه کې واشنګټن یو څه اندیښنې لري.

افغان کتونکي په دې باور دي چې هغه طالب مشران چې ټاکل شوې له ګوانتنامو څخه خوشې شي، کولی شي د سولې په برخه کې عمده رول ولوبوي.

د سیاسي چارو کار پوه ودیر صافۍ وايي، دا طالب مشران ته یوازې د سولې په پروسه کې رول لوبولی شي بلکه هغوي د سولې غوښتونکي هم دي.

په عین حال کې د بریتانېې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له کابل څخه په خپله وروستۍ کتنه کې وویل، چې لندن د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، هیله مند دی هغه طالبان چې د سولې خبرې يې رد کړي په دې قانع شي چې جګړه راتلونکی نه لري.
XS
SM
MD
LG