د امریکا د بهرنیوچارو وزیره وايي، داسې ښکاري، چې د سوریې حکومت دا ژمنه، چې ویل یې د ملګروملتونو او عرب لیګ د خاص استازي کوفي عنان پلان مني، ماته کړې ده.
هیلیري کلېنټن په اسټانبول کې د ″سوریې د دوستانو″ په نوم کنفرانس ته په وینا کې وویل، امریکا د سوریې اپوزسیون ته مخابراتي وسایل برابروي او هڅوي یې چې د سیاسي حل لارې یو پلان جوړ کړي.
د همدې غونډې د پرانیستو په مراسمو کې د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوان پر نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې د ځان د دفاع لپاره د سوریې د خلکو د حق ملاتړ وکړي.
اردوان وویل، که د ملګروملتونو امنیت شورا د مسوولیت له منلو ډډه وکړي، نړیواله ټولنه به پرته له دې چې د ځان د دفاع لپاره د سوریې د خلکو حق ومني بله لاره ونه لري.
د نړۍ د شپېتو هېوادونو چارواکي چې ځان د سوریې د خلکو دوستان بولي، په اسټانبول کې راټول شوي څو د بشارالااسد پر رژیم د فشار د زیاتولو لپاره پر نویو اقداماتو خبرې وکړي.
د دې غونډې په درشل کې د اپوزسیون د لویې ډلې د سوریې د ملي شورا مشر ″برهان غلیون″ مخالفینو ته د وسلې برابرولو غوښتنه وکړه:
″ټولې نړۍ موافقه وکړه، چې دا رژیم نورنو دوام نشي کولای او دا ممکنه نه ده. نو د سوریې د خلکو د عامه وژنې د بندولو لپاره زموږ تمه له دې کنفرانس څخه دا ده؛ چې زړور ګامونو او دریځ خپل کړي.″
اپوزسیون دا غوښتنه وروسته له هغه کوي، چې دمشق پر مخالفینو د بري ادعا کړې خو دا یې هم ویلي دي، چې خپل ټانکونه او پوځونه به د وضعت تر عادي کېدو پورې له ښارونو ونباسي.
ملګري ملتونه وايي چې په سوریه کې د یوکال مخکې پیل شویو اعتراضونو د ځپلو په ترڅ کې له نهه زرو زیات کسان وژل شوي دي. د بشري حقونو د فعالانو په وینا د شنبې په ورځ دوه دېرش کسان چې څلورویشت یې ملکيان وو، د تشدد په پېښو کې وژل شوي دي.