د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر قطر ته ځي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول
قطر ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر د دې سفر یو اساسي هدف، چې د قطر د حکومت په بلنه ترسره کیږي، د سولې د بهیر په اړه خبرې او سلا مشورې ښودلې کیږي.

ټاکل شوې ده، چې ډاکټر زلمې رسول د دوشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ، چې د سولې د عالي شورا یو غړې به هم ورسره ملګري وي دوحې ته سفر وکړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د قطر بهیر په افغانستان کې د پخلاینې یوه لار وبلله او ویویل.

″په قطر کې د طالبانو د دفتر مسایل، او هغه مسایل چې په افغانستان کې د سولې په پرمختګ پورې تړلي او باید مشوره ورباندې شوې وای هغه مسایل دي چې قطر ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په سفر کې به دواړه لوري خبرې ورباندې وکړي.″

د قطر د بهیر له پیل نه مخکې، چې د افغان حکومت په غیابت کې پرمخ وړلې کیدلو دا لومړې ځل دې، چې افغان او قطري چارواکي په مخامخ ډول پدې اړه خبرې کوي.
په لومړي سر کې افغان دولت له دې بهیر سره خپل مخالفت څرګند کړې وو او خپل سفیر یی له دوحې رابللې وو.

ډاکټر رسول پداسې حال کې دا سفر کوي، چې وسله والو طالبانو د امریکا لخوا ددوی د غوښتنو د نه منلو له کبله، چې پکې له ګوانتانامو څخه د پنځو طالب مشرانو خوشې کول او په دوحه کې د یو دفتر پرانستل دي، خبرې ځنډولې.

له بلې خوا وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان له حکومت سره هم خبرې اترې رد کړي دي.

خو له دې سره سره د سولې عالي شورا هیله منه ده، چې دا سفر به پدې برخه کې د شتو ستونزو په هواري کې رغنده رول ولوبوي.

د دې شورا مرستیال عطا الله لودین ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل.

″له سفر او مذاکراتو نه مخکې څوګ په ټولو جزیاتو نه پوهیږي، خو بیا هم مونږ امیدواره یو چې دا سفر به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یوه ښه مقدمه واوسي، او کله چې ددې وخت رسیږي چې دلته مذاکرات پیل شي بیا به نو د افغانستان د حکومت یو لوړ پوړی پلاوی او د سولې د عالي شورا پلاوي پدې سفرونو کې برخه لري او هلته به په هغو جزیاتو خبرې کیږي چې د افغانستان د قضیې د حل لپاره یوه د حل مناسب لار پیدا کړي.″

د سولې عالي شورا د طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره د امریکا موافقه هم هیله بخښونکې بولي او وایی، چې دا به رامنځ ته شوې ځنډ له منځه یوسي.

خو په کابل کې د امریکا سفارت بیا ویلي، چې د امریکا حکومت لا پدې برخه کې کومه پریکړه نده کړې.
XS
SM
MD
LG