د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

دفاع وزارت: ترهګر له پاکستانه ختیځو ولایتونو ته داخل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت تایید کړه، چې یو شمېر وسله وال ترهګر له ګاونډي پاکستان څخه د هیواد ختیځ ته داخل شوي. د دې وزارت چارواکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دغو کسانو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو په خبره یې چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي. تر دې مخکې ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼي د ناټو د ځینو چارواکو له خولې ویلي وو، چې د القاعده ډلي تر سلو ډیر کسان کونړ او نورستان ولایتونو ته داخل شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت پر دې کار کوي، چې په هیواد کې د ترهګرو او د دوی د فعالیت د مخنیوي لپاره یو شمېر پوځي عملیات وکړي.

د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې کونړ او نورستان ته د القاعده شبکې د کسانو د ننوتلو خبر دوی ته هم رسېدلی.

ښاغلی امان وايي په دې اړه یې څېړني پیل کړي او په دغو ولایتونو کې به پوځي عملیات هم پیل کړي.

“موږ اوس د پسرلنیو پوځي عملیاتو پر پلان کار کوو، همدارنګه کونړ او نورستان زموږ د پسرلنیو عملیاتو په سر کې ځای لري.

زموږ استخباراتي څانګه د نورو استخباراتي او امنیتي ادارو سره په ګډه په سیمه کې کار کوي، چې دغه معلومه کړي، چې په کوم شمېر القاعده او نور بهرني کسان او د طالبانو کسان هلته شته.”


جنرال امان وايي، دغه کسان له پاکستان څخه افغانستان ته داخل شوي.
نوموړی دا خبرې داسې وخت کوي، چې تر دې مخکې د برتانیا چاپ ډيلي تيلګراف ورځپاڼې د ناټو د چارواکو له خوالې ویلي، چې د القاعده شبکې تر ۱۰۰ ډیر کسان افغانستان ته ستانه شوي او تر ډېره په کونړ او نورستان ولایتونو کې ځاى پر ځاى شوي او که چېرې وضعيت بدلېږي په سلګونو تنه نور چې په پاکستان کې دي، هغوى به هم افغانستان ته داخل شي.

خو ښاغلی امان وايي، فکر نه کوي، چې د دغو کسانو شمېر دې سلو ته ورسیږي.

بل خوا د پوځي او سیاسي چارو پوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د لس کلني مبارزې وروسته بیا هم د ګواښونه لامل د ترهګرو د اصلي ځالو نه له منځه تلل دي.

د پوځي چارو کتونکی غرزي خواخوږي ازادۍ راډیو ته وویل، تر هغو چې د ترهګرو اصلي ځالې په پاکستان کې ونه ځپل شي، نو افغانستان او نړۍ د ترهګرۍ له خطره نه شي خلاصېدای.

“تر څو چې د ترهګرو مرکزونه او د القاعده ډلې ریښې له منځه ولاړې نه شي، په افغانستان کې د سولې لپاره هم شرایط ناممکن دي او تر 2014 کال وروسته به ستونزې ډیرې شي ځکه چې د افغانستان اردو لا پر پښو نه دی درېدلی.

ضرور او باید چې د امریکا او ناټو ځواکونه د ترهګرو اصلي ځالې وځپي، تر څو چې په افغانستان کې سوله راسي، غیر له هغه د سولې هڅې ناکامي دي.”

په کابل کې د امريکا سفير ريان کروکر ډېلي ټليګراف ورځپاڼی ته ويلي، که چېري لوېديځ افغانستان تر وخت مخکې پرېږدي، القاعده شبکه به دلته بیا خپل حضور غښتلی کړي او دا ځل نه يوازي امريکا، بلکې لوېديځ ته هم ګواښ پېښولای سي.

تر دې څو میاشتي مخکې د ناټو په یوه راپور کې ویل سوي، چې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ملاتړ په مخامخ ډول د پاکستان له خوا کیږي.

په راپور کې دا هم ویل سوي وه، چی لوړپوړي پاکستاني چارواکې په دې پوهیږي، چې د وسله والو طالبانو مشران هلته ژوند کوي.

افغان حکومت هم تر دې په وار وار ویلي، چې د ترهګرو اصلي ځلي له افغانستانه دباندي دي، چې هلته باید له منځه ولاړي سي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG