د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

له ځان څخه د دفاع لپاره باید د سوریې د خلکو د حق ملاتړ وشي


د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان
د لږترلږه ۶۰ هیوادونو استازي نن په استانبول کې سره را یوځای شوي دي تر څو د سوریې د حالاتو په اړه خبرې وکړي.

دا غونډه د ″سوریې ملګري″ په نوم د هیوادونو له خوا جوړه شوې ده.

په دې غونډه کې د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې له ځان څخه د دفاع لپاره د سوریې د خلکو د حق ملاتړ وکړي.

اردغان وویل، که چیرې د ملګرومتلو امنیت شورا د مسوولیت له منلو مخ اړوي، نړیواله ټولنه له دې پرته چې له ځان څخه د دفاع لپاره د سوریې د خلکو د حق ملاتړ وکړي، بله لار نه لري.

په استانبول کې د سوریې د ملګرو هیوادونو د غونډې هدف د داسې لارو چارو موندل دي، چې د بشار الاسد پر رژیم فشار زیات کړي.

د کنفرانس تر پيل مخکې د سوریې د اپوزیسیون د ملي شورا مشر ″برهان غلیون″ غوښتنه کړې، چې د اپوزیسیون ځواکونه چې ځان ته د ″سوریې د ازادي پوځ″ وايي، باید مسلح شي:

″ټولې نړۍ موافقه کړې ده، چې دا رژیم ډیر مخکې نه شي تلای او امکان نه لري، چې زیات دوام وکړي. موږ باید په دې کنفرانس یو پياوړی او زغرد دریځ خپل کړو تر څو د سوریې خلک له دې حالت څخه چې هره ورځ د قتل عام شاهدان دي، وباسو.″

دا په داسې حال کې ده، چې د دمشق حکومت د اپوزیسیون پر وړاندې خپل بری اعلان کړی دی. د سوریې د بهرنیوچارو د وزارت ویاند وویل، چې هغه مبارزه چې په سوریه کې د دولت د ړنګولو لپاره پيل شوې وه؛ پای ته رسیدلې ده او د ثبات ټینګولو هڅې پيل شوې دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ټينګار کړی، چې تر هغو پورې چې وضعیت بیرته نورمال حال ته را ګرځي، پوځي ټانکونه او نور زغره وال موټر به له کلیو او ښارونو ونه باسي.

البته د بشار الاسد حکومت څه موده مخکې د سوریې د حالاتو لپاره د ملګروملتو او د عرب لیګ (عربي ټولنې) د خاص استازي کوفي عنان له وړاندیز سره موافقه کړې وه، چې پر اساس یې باید ټانکونه له کلیو او ښارونو څخه ایستل شوي وای.

د سوریې د اپوزیسیون د ملي شورا مشر ″برهان غلیون″ ویلي چې داسې هیڅ تمه نشته چې بشارالاسد به پر کړې موافقې عمل وکړی:

″موږ د عنان او عرب لیګ د پلان هرکلی کوو. خو موږ هیڅ شک نه لرو چې د بشارالاسد رژیم به د پخوا په څير بیا هم په دې موافقه عمل ونه کړي.″
XS
SM
MD
LG