د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۵

پکتیا:لا هم د ګڼو پرمختګونو مخه ډب ده


د پکتيا د ولايتي شورا استازي وايي، د تېر کال په اوږدو کې يې د دې ولايت په کچه د زيات شمېر پرمختيايي او نورو پروژو د کارونو څارنه کړې، مرسته کوونکي او حکومت يې هڅولي چې په هره برخه کې قانع کوونکي کارونه وکړي، خو زياتوي چې لا هم ډېرې هغه ستونځې نه دي هوارې شوې چې د ګڼو پرمختګونو مخه يې ډپ کړی.

د يادې شورا استازو ته په هغه خبري غونډه کې چې خپل کلنی راپور يې پکې اوراوه، د څو حکومتي چارواکو تر څنګ يو شمېر عام خلک هم د پوښتونکو په توګه د خبريالانو تر څنګ ناست و.

د پکتيا د ولايتي شورا مشر ښايسته جان احدي د غونډې برخه وال مخاطب کړل او زياته يې کړه چې د ولايتي شوراګانو د قانون سره سم يې د ورکړل شوي صلاحيت له مخې د ولايت په کچه ټول جريانونه څارلي، خو دا چې ولايتي شوراګانې انکشافي بوديجه نلري، نو خپلې غاړې په دې خلاصې کړې بولي چې حکومت او مرستندويان يې د رغنيزو خو باکيفيته پروژو عملي کولو ته هڅولي او خپله يې بيا له سلو زياتې قومي او قبيلوي شخړې هوارې کړې دي،هغه وويل:

((په تېر ۱۳۹۰ لمريز کال کې زموږ د ولايتي شورا په هڅو په پکتيا کې ۱۰۸ قومي، قبيلوي او نورې دعوې هوارې شوې او ښکېلې خواوې مو د ستونځو له منځه وړلو ته سره کښېنولې او قانع کړې دي.))

نوموړي وويل تېرکال په دې ولايت کې دولتي ادارو ۱۵۳ لويې او وړې پروژې عملي کړېدي او هغه هم په داسې حال کې چې دغو ادارو له څه باندې ۱۹ ميليونه امريکايي ډالرو انکشافي بوديجې څخه يوازې ۳۰ سلنه مصرف کړې ، خو نوموړی د نادولتي انجيوګانو په اړه وايي چې په تېر کال کې يې د نورو کلونو پر تله يوازې لس سلنه پرمختيايي کارونه کړي؛ چې د خلکو د غوښتنې خلاف ډېر کم دي.

هغه د مرکزي ادارو لخوا په تېرو کلونو کې پکتيا ته د ځانګړې شوې بوديجې د اندازې پر کموالي هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې د پکتيا ولايت يو اعشاريه درې ميليون وګړو ته يوازې د څلور نيم سوه زرو کسانو ونډه ورکول کېږي.

ښايسته جان احدي دا هم وويل چې تېر کال د رغونې په برخه کې د بوديجې ډېره برخه د ښوونځيو او کلنيکونو د ودانيو پر جوړولو مصرف شوې چې ۳۸ ښوونځيو او ۷ کلنيکونو ته پکې ودانۍ جوړې شوې او د سل بستريز ولايتي روغتون چارې هم اويا سلنه بشپړې شوې دي.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د ګڼو نورو موضوعاتو تر څنګ عامو خلکو او خبريالانو د مچلغو بند او له کابل څخه د ژمنه شوي انتقالي برق د پروژې نه ځنډېدو په اړه وضاحت وغوښت او په ځواب کې يې نوموړي وويل، پر مچلغو بند د کار د پيلېدو لپاره د تياري چارې تر ډېره حده تر سره شوې دي او په نږدې ورځو کې به يې کار پيل شي، خو د انتقالي برق د ۷۵ ميليون ډالري پروژې په اړه يې زياته کړه چې که د دې پروژې کار په دې مياشت کې پيل نشي، نو له خلکو سره يو ځای به لاريونونه وکړي.

د دې تر څنګ ولايتي شورا د راستنو شويو کډوالو او دولتي مامورينو لپاره د هغو دوو ښارګوټيو په برخه کې د موجودو حقوقي ستونځو د حل کېدو زېری هم ورکړ، چې له کابو شپږو کلونو راهيسې يې پر ځمکه قومي دعوې موجودې وې

د پکتيا ولايتي شورا خپل کلنی راپور په داسې مهال د رسنيو په وړاندې واوراوه چې د يادې شورا نيمايي استازي غونډې ته نه و راغلي او لامل يې هم دا ګڼل کېده چې دغه شورا په خپلو وروستيو ټاکنو کې د رياست پر چوکۍ سره دوه برخې شوې.

راپور – لمر نيازی
XS
SM
MD
LG