ډیلي تیلیګراف ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې چې ″له افغانستان څخه په تیزۍ سره د لویدیځ وتل به په لویه بیه تمام شي″ یوه مقاله لیکلې ده.
ورځپاڼه په کابل کې د ناټو د یوه لوړ رتبه مقام په حواله لیکي، چې دا یو نا هیلي فکر دی چې افغانان به د ۲۰۱۴م کال تر پایه کله چې په دغه هیواد کې جګړه پای ته ورسیږي پر خپلو پښو ودریږي.
د مطلب لیکونکی وايي، که چیرته د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانان د دې جوګه هم شي نو د هیلیکوپترو، استخباراتو او د روزنې په شمول به د لویدیځ هر ډول مرستو اړتیا ولري.
ډیلي تیلیګراف زیاتوي، په یقیني توګه داسې احتمال هم نشته چې طالبان او القاعده به د افغان او نړیوالو ځواکونو پرضد خپل تروریستي فعالیتونه بند کړي او افغانستان به پریږدي؛ چې بیا د پخوا په شان د مرکزي اسیا د سوداګرۍ په مرکز بدل شي.
د مطلب لیکونکی د یوه استخباراتي مسوول څخه په نکل وايي، په ګاونډي پاکستان کې د القاعده شبکې سلګونه پلویان د موقع په لټه کې دي، چې افغانستان ته راواوړي او بیا په دغه هیواد کې خپل روزنیز کمپونه جوړ کړي.
د ورځپاڼې په وینا بله مساله چې لویدیځ باید له ۲۰۱۴م کال وروسته ورته ژمن وي، هغه تر یوې بلې لسیزې پورې له افغانستان او د دې هیواد له امنیتي ځواکونو سره مالي مرسته کول دي، څوتر دغې مودې افغانان په خپله د خپلو لګښتونو د پوره کولو جوګه شي.
ډیلي تیلیګراف وړاندې لیکي، چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به افغانستان د خپلو امینتي ځواکونو د لګښتونو لپاره په کلني ډول ۴ عشاریه درې میلیارده ډالرو ته اړتیا ولري.
د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی، چې عنوان يې دی، د افغان حکومت یوه پخواني والي په کابل کې د برتانېې د سفیر د وژلو پلان جوړ کړی وو.
ورځپاڼه لیکي، د افغان حکومت یوه پخواني والي په ۲۰۰۹ م کال کې د افغانستان لپاره د برتانېې د هغه مهال د سفیر د ترورولو دسیسه جوړه کړې وه.
ټایمزد امریکايي مقاماتو په حواله چې د غلام غوث ابوبکر د محاکمې غوښتونکی دی لیکي، نوموړی په افغانستان کې د دوه امریکايي سرتیرو په وژنه کې هم لاس لري.
خو افغان حکومت وايي، په دې اړه چې غلام غوث ابوبکر په ۲۰۰۹ م کال کې د یوه امریکايي افسر او یوه سرتیري په وژنه کې لاس لري، کافي اسناد او شواهد نشته او همدې ته په کتنې سره ولسمشر کرزي دا دوسیه ختمه اعلان کړی ده.
خو امریکايي مقامات وايي، د دوی لپاره دا قضیه لا په خپل حال پاتې ده.
د امریکا له خوا په دې اړه شوي تحقیقات ښيي چې غلام غوث ابوبکر په ۲۰۰۹ م کال کې کله چې هغه د کاپیسا والي و، د برتانیې د هغه مهال د سفیر مارک سډویل او د امریکا او فرانسې د سفیرانو چې درې واړو غوښتل کاپیسا ته سفر وکړي، د وژلو پلان جوړ کړی وو.