د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

تر ۲۰۱۳ کال وروسته به ټولې خصوصي امنیتي کمپنۍ وتړل شي


د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي

د افغانستان د کورنیو چارووزارت وایي، د ترتیب شوي تقسیم اوقات سره سم د خصوصي امنیتي شرکتونو د له منځه وړلو بهیر پرمخ روان دی. دا وزارت وایي، تراوسه څه کم شپېته دا ډول شرکتونه له مینځه تلي، چې اوه شرکتونه یې لوړپوړو حکومتي چارواکو پورې اړه لرله.

سره له دې چې په هیواد کې د خصوصي امنیتي کمپنیو د له منځه وړلو بهیر روان دی، حکومت پتیلې ده، چې له دوه زره دیارلسم کال وروسته هغه امنیتي شرکتونه هم له منځه یوسي، چې د ډیپلوماټیکو ادارو امنیت ساتي.

د کورنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیکو ادارو د امنیتي شرکتونو د له منځه وړل په اوسني پروګرام نه دي شامل کړی او په لومړی سر کې هغه امنتیي خصوصي شرکتونه له منځه وړي، چې د عامه تاسیساتو او د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو، د امنیت ساتنه ورپه غاړه وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، چې، د ډیپلوماټیکو ادارو امنیتي شرکتونه به هم په خپل وخت له منځه لاړشي.

″یوولس یا دولس امنیتي کمپنۍ، چې د ډیپلوماټیکو ارګانونو د امنیت د ساتلو مسوولیت لري او د فعالیت ساحه یې محدوده ده، دابه د دوه زره دیارلسم کال وروسته د جمهور ريیس د فرمان له مخې په یومناسب وخت کې له مینځه لاړې شي.″

د افغانستان د جمهور ريیس د فرمان له مخې په هېواد کې د امنیتي خصوصي کمپنیو د له منځه وړلو پروګرام پیل شوی او لا دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه کابو شپیته خصوصي امنیتي کمپنۍ له منځه تللې دي.

د دې کمپنیو په هکله ویل کېدل، چې اکثره یې د بهرنیانو او یا د حکومت د لوړپوړو چارواکو دي.

که څه هم ځینې کارپوهان د دې پروګرا م په بشپړ پلې کېدو شک ښيي او وایي، چې د کورنیو چارو وزارت به ونه توانیږي، چې زورو پورې تړلې شرکتونه له منځه یوسي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، په لومړي سرکې یې هغه اوه معتبر شرکتونه له مینځه وړي، چې د حکومت لوړو پوړو چارواکو جوړ کړي وو.

کارپوهان دا هم وایي، دابه ګرانه وي، چې ډیپلوماټیکې ادارې حاضرې شې، چې امنیت دې یې افغان پولیسو ته وسپارل شي.

″کومې حملې چې په بهرنیو ځواکونو د پولیسو یا اردو له خوا وشوې، فکرنه کوم، چې د حساسو ادارې امنیت ساتل دې افغان پولیسوته وسپارل شي، ځکه چې خارجیان بې باوره شوي دي، دا به ګرانه وي، چې په لږه موده کې پر افغان ځواکونو د بهرنیانو باور راشي، دا به ډیروخت ونیسي.″

په افغانستان کې له امنیتي خصوصي کمپنیو څخه شکایتونه اوریدل کېږي، چې په یولړغلاګانو، سړي تښتوونې او ناامنیو کې لاس لري.

خو غیردولتي موسسې د دوی امینت په ساتلو کې د خصوصي شرکتونو فعالیتونه اغېزمن ګڼي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG